افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
توپان وږمه
په يوبوټي به څه شې ګـــــــرانـــې راشه ګلستان شه
پام چې سپوږمۍ نه شې ته د ستورو ډک اسمان شه
ژوند د حوادثو درونــــــد څټک پـــــــــــــــــه لاس نيولی
موم چې ورته نه شـــــــــــې د فولادو کلک سندان شه
وګوره خپـــــل ځان ته چې ته څوک يې، چې ته څه يې
دود نه شـــــې لمـــبه شه، اسويلی نه شې توپان شه
د پرخې غوندې نـــــــه شــــــــې د ګلونو په مخ اوښکه
چې سين درباندې ډک شي تـــــه يو هغسې باران شه
تر څو به ته وږمه يې اوس نـــــــو پاڅېــــــږه سيلۍ شه
په څنګ څنګ مه تېرېږه ځه ورګډه په ميــــــــــــــدان شه
د جنګ سره په جنګ شه په توده کې سړه نــــــــه شته
پردي ځان نه قربان کړه بيا له خپلو نه قــــــــــربــــان شه
۱۵ /۱۱/ ۱۹۸۱