د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

پوهنتون

د پغمان غرونه
لوګو نيولي
ها سپينې واورې
په تكو تورو
پردو كې وركې شولې
هغې پستې او جنتي هوا چې
ور پسې مړي
له هندوستانه راتلل
د تېلو بوی اخيستی
هغه خو ږې او تكې سرې مڼې چې
د مساپر لالي نامرادې نجلې
به په لنډيو كې پرې رخه كړله
اوس له ايران او له تورانه راځي
زما په سترګو كې هم
ترخو بادونو
نور د ښكلا د پېژندلو احساس
ورو ورو په دوړو كې له كاره ايسته
دغه د شكر ځاى دى
چې نهيلي راته حرامه شوله
نن مې كابل كې
د وچو لښتو، رژېدلو پاڼو
منځ كې پر ښكلې غوټۍ
يو ځلې بيا هم
سترګې خو ږې شوې
05/08/2006

د شاعر نور شعرونه ←