د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

بدرۍ

تا خو د پرو جامې
واغوستې، والوتلې
د سترګو رپ کې لا تر قافه هم ورواوښتلې
زه ستا په لټه کې په تړو په مېرو ورسم شوم
غرونه رغونه مې تر پښو لاندې کړل
کاڼو ازغو مې تلې ورېبلې.
ما وې دا ګرانې لارې
په يبلو پښو وهل کېدلای نه شي
په تلوسې مې د پولادو څپلۍ
په پښو پورې کړلې
خواوس مې ستا په لوري
په هر قدم کې دولس کاله اوړي.
١١/٤/٢٠٠٣

د شاعر نور شعرونه ←