د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

د پت ساتندوی

ستا د سترګو بلا واخلم ستــــــــــا پـــه مخ کې خطرې دي
د خپل زړه مشال رڼا کـــــړه په دې لارو کې تيـــــــــارې دي

ژوند اسان نه دی زړګيه ځه څپو سره يــــــــــوځـــــــای شه
څوک چې نه خو ځي له ځايه باندې ډکــــــــــې هديرې دي

په ارام کې دې تاوان دى د سېلاب سره غورځـــــــــنګ شه
ګونګی نه شې ځه شهباز شه تاته جوړې ســـــــردرې دي

لاره ګوره بيا قدم ږده ستــــــــــــرګــــــــــې وغــــړوه ګرانه
د ژوند لار اسانه نه ده ګــــــــــړنګـــــــونــــــه دي درې دي

ای زموږ په پت مينه چې قـــــــــدم بې ځـــــــــايه نه کړې
ته يوازې نه يې ګوره خــــــــلک ستا پــــــــــــه نندارې دي

پام چې سر چاته ټيټ نه کړې د چا خر نه شې انسان يې
چا چې سر دى کـــــوز نيولی ژوندي نه دي مړې ايرې دي

۱۵ / ۱۱ / ۱۹۸۱

د شاعر نور شعرونه ←