د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

انتظار

په لويه لار کې ناست يم
د دنياګۍ د ډېرو خولو له لاسه
مې دې سپېرو خاورو کې
د دروېزې په نوم څادر خپور کړی
د ځو انيمرګې ځوانۍ
د يو خواږه تصور
د پښو ښکالو څارمه
په دې خبر نه يم چې چېرته به وي
په دې خبر نه يم چې څه به کوي
خوڅو کلونه وړاندې
مې يې په دې کوڅه کې
د پلونو خاپ ليدلی
باران د خدای رحمت دی
ځمکه ودانه شي پرې
خوزموږ خوارو دښتې
بس تش ځوزان ټوکوي
د تا يادونه مې په زړه اورېږي
وايم ستا مينه به پرې ماته کړمه
خود زړه کړاس راغه کې
د حسرتونو شور شي
۱۴/۰۹/۰۵

د شاعر نور شعرونه ←