د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نجیب منلې شعرونه

ابادي

وګوره دا دشتې چې تر کــومــــــــه چـــې نظر درومي
شګې مارکونډۍ دي ګنډېري دي او ځوزان پــــــــه کې
وګوره دا دشتې څه غمجنه دنـــــــــــياګــــــــــۍ ده دا

دې دشتو ته ګوره خوکه لږ وشـــــــــــــي باران په کې
دا سپېره ډاګونه به په يــــــو دم کې بدل شــــــــي بيا
غېږې به يې ډکې په ريـــــديــــــوپـــــــــه غاټولو شي

دا ډاګـــــــونـــــه ګـــــوره داســـــــې ده زما د زړه دنيا
نه پرې زما ښــــــه شي نه پرې ښه چرې د نوروشي
دا ډاګونه نـــــــه دي تــــــش اورونـــــــه دوزخو نه دي

زما زړه به هم اباد شي ، هم به ځای د تا د لوبو شي
دغه شـــګې سپـــــېرې نه دي د ګلونو دا تخمونه دي
رېګونه به ګــــلان شي ، خـوکه تا غوندې ماليار مومي
مه ترېنه ډارېـــــــږه اور کـــــې هم ګوره خو ندونه دي
دشتې به جنت شي ،پــــه دې څه که نن دوزخ نومي
راشه ګرانې راشه ځان تــــه جوړ کړه ګلستان په کې
۲ / ۹ / ۱۹۸۲

د شاعر نور شعرونه ←