د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شهسوارسنګروال

د شهسوارسنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

شهسوارسنګروال په ١٩٥١م کال دلغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی دسنګر په کلی کښې زيږيدلی دی٠ لومړنۍ زده کړې يې دسنګره په ښوونځی او بيا ١٩٦٩ کال د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ عالی تحصيلات يې دادبياتو او بشری علومو په څانګو کښې بشپړ کړل لومړی يې دتاريخ څانګه او بيا يې د
ادبياتو پوهنځی ولوست٠سنګروال نيازی دښوونې او روزنې ، راديوتيلويزون( T.V)، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو ، دلوړو او مسلکې زده کړو په
وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پيښور ته راغی لومړی يې داحمدشاه بابا په نوم ليسه جوړکړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال داحمدشاه ابدالی پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون درياست چارې په غاړه شوې٠ په لندن کې دافغان ادبي جرګې تاسيس او مشري، د 'شمله' فرهنګي مهالنی تاسيس او مشري چاپې اثار يې دادی : شمله،هوسۍ او کيږدۍ،دشبنم ښيښه، دنکريزو پانه،دډرامې تاريخ او فن،مساپر،  دسپين غر لپاسه څانګه
، دپښتوادبياتومعاصرتاريخ  ، دتاريخ په تله کې او دتاريخي جغرافيې څرنګوالی.

 

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

تـــه ګوره څنګه ښکاري دا لوړ غر د مازی دېګر

د شیــــن ګـــړنګ له پاسه شین نښتر د مازدیګر

 

مـــــرغـــۍ د چنـــارو څـوکو کې ناڅي سره وایي

څه ښکلی غــــوړیــــدلــی رنګین لمر د مازدیګر

 

سرې لـــپې په نکــــریـــزو د نـګي په تندي ښخې

چې سور تکرۍ په سرشي پــــه ګودر د مازدیګر

 

خورې وري د سرو زرو په مــــــخ زرینـې وړانګې

د بڼ په ښکلي مخ بـــانــــدې محشر دمــــازدیګر

 

نیــمزالـــې نـازولې چې میلمه شي سنـــــګرواله

په هغه کــــــور کې جوړ شي لوی اختر د مازیګر

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

د يــاغــــي مــــرغــــه وزر وم خـــو اوس نــه یـم
د زیـــړي مــازدیــګر غــر وم خــو اوس نــه یــم
د پـــنـــجـــرو او زولــــنــو تـــــیاره نــــصــیــبه!
زه د هـــسکو غــرو نــښــتر وم خــواوس نـه یم
د تـــقدیرڅپـــو راګـــیـــرکـــړم پـه کوزه کښې
يــو بـــیــباکه ســـمـــندر وم خــواوس نـــه یـــــم
پــه تـــندي مـــې داســـمان کــاڼــې مــات کړي
چــې هـم نــنګ اوهــم خـنجر وم خواوس نه یم
اوس د پـــیـــغلو د مــســتۍ حــرم لـوټ شوی
د افــغان داوجـــرې ور وم خـــــــواوس نــه یـــم
ســره لېـــمه کـــاږه بـــاڼــه، بـــبــر وریـــــځــــــې
پـــېـــړې مـــټــې زورور وم خــواوس نـــه یــــــم
د مــــلالــې د مـــیـــونـــد دخــــــولـــې نـــاره وم
هـــم ایـــوب او هـــم اکـــبـــر وم خـواوس نـه یم
د اورنـــــګ تـــــاج  چــــې راپـریوته په ځمکه
لـــېونــی سـپـــیره خـــیــبـر وم خــواوس نــه یم
د افـــق د ســــر لـــمـــبــې بـــه راکــــږې شـــــوې
لـــه ســـکروټــوجــوړ ټـــټـر وم خواوس نــه یـم
د مــــور چـــل نــــاوې ســـرتـــوره ورنــه نه شوه
هـــم اتـــل او هــــم ســـنګر وم خـــواوس نه یــم
شــرنــګ دتــورې نــنګ د هسکو سر درومې
چــې هــم سر هــم شمـله ور وم خواوس نـه یـــم
خـیرکه مـــړ شــوم د ننګ ناوې کونډه نه شوه
داتــیــــارو تــه بــه لــمر وم خــو اوس نـــه یـــــم
ړنـــګ بـــرجـــونه به سر پورته کړي له خاورو
بـــیا بــه هــغه ســـکــنـدر وم خواوس نــه یــــــم
دانـیشه نیشه وطن به مې خدای مست کـړي
هــم بـــه لــراو هـــم بــه بــر وم خـواوس نـــه یـــم
وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه

شهسوارسنګروال

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

ګل ته پسرلیـــــــه څـــــو لمبــــې سینـــــه کـــې و ټـــومبــه

نـــــاوې اوربـــلــــــــونــــه، زنـــبـــقــــونــــه دې شمله شمله

پـــــرېــــږده چـــې ســرې اوښکې مر غلرې نورې نه څاڅي

پــــــــرخـــــې دې را ونــــاڅـــــي لالـــونــــه دې شمله شمله

نــــــورې بــــه داســــرې غـــوټۍ بــــیـــو خته خزان نه ځپي

بـــــڼ بــــــه شــــــي شمله شمله ډاګــــونـــــه به شمله شمله

ستــــا پــیـــــکي تــــه ګـــــل خــــو مـرور جانان راوړی دی

څڼـــــې دې سپېــــــرې مشـــه څـــانـګو نه دې شمله شمله

ستـــــا د بــــــڼ مـــــرغــــۍ بـه راستنې شي په نڅا به شي

ستا څپــــانــد سیندونه او هسک غرونه دې شمله شمله

ستـــــا پــــه شپېـــــرو دښتـــــــو بـــه د ګــــلو باران اووري

غــــــرونـــــه دې رنګیـــــن شـــه ګـــړنــــګــونه شمله شمله

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

 کلـــی مې خپل دی  په کې کور نــه لــــرم

څومره پردی شومه چـــې ورور نــــه لـــرم

 

ځای لټوم چې مې عزت خــــونــدي شـــي

وطن پـــردی دی پـــــکــــې زور نــــه لـــرم

 

داخـــــو دمــــړو هــــدیــــرو وطـــن دی ! ؟

دماشومـانـــو پـــکــــې شــــور نــــه لـــــرم

 

لندن پـــه ښـــــه وي پــــه مـــا ونــــه لګیـد

پـــه نـــغـــري کــــې چـــې بـــل اورنـــه لرم

 

ښکلــــی هـــــردود زمــــادښکلــــي وطـن

دلته دبــــدو کــــړو پیــــغــــور نـــــه لــــرم

 

نــــه زه څــــوک پـــیــــژنــــم نــــه مـا پیژني

هـــــم چـــاســــره داوړو پـــــور نـــــه لــــرم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

داکوم یو فال دی چې ډک جام چپه شـــي

لکه دغره غــوندې خیـــام چــــپــــه شــــي

زمــا دحســــن دنـــخــــرو جـــانـــانـــــه ! ؟

دتا په ځای دې کوم بدنام چـــپــــه شـــــي

منــګي او پیغلــــې ،ګـــــــودر دړې وړې

لکه بلبلې چــې پــــه دام چـــــپـــــه شــــــي

چې مر غلرې دې له سترګـــــو څــــاڅـــــي

دانه وانه ستوري  په بــام چــــپــــه شـــــي

لــوی ګناه کار دی اودمیـــنـــې قــــاتــــل

چـــې دریبـــار له خولـــې پیغام چپه شــي

زموږ وطن کې پل پـه پــــل مــــرګــــونــــه

په چا سهار په چا ماښـــام چـــپـــه شــــــي

دګل په شونډو کې چې مړه شي میــــنــــه

لکه چې څلی دبــــهــــرام چـــپـــــه شــــــي

چې دیــارانــــو دمــــرګ چـــــانـــــه واورم

دزړه ماڼۍ مې ګام په ګام چــپـــــه شـــــي

دشاعر چې « سنــــــګـــروالـــــــه» واورم

دشعر په ژبـــه مې کلام چـــــپــــــه شــــــي

لندن  ۹۹  /   ۸    /   ۳۱

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

بې علمه شیخ دمحبت پــــه کتـــــاب لاړې تـــــوکـــــړې

منصور خو ځکه دریـــا پـــــه ثـــــواب لاړې تــــوکــــړې

دُرخو په تک شین پسرلي کــــې پاڼـــــه پاڼــــه شــــوله

هغه شیطان چـــې دادم پـــــه ربــــاب لاړې تــــو کـــــړې

چاچې نکریځــو لپــــو جام کې لیلا ښــــه لــــیــــدلــــې

هغو خو ځکه دمجنــــون په عــــذاب لاړې تـــــوکــــړې

زه خو دګوتو په نغمــو کــــې دخــــــدای ذکـــــر وینـــــم

چاد فردوس په میکدو او شــــــراب لاړې تـــــوکـــــړې

دبڼ تنکي ګلونه زه په خپلو اوښــــــکـــــو ویـــنـــــځــــم

پسرلی وایي چا زموږ پـــه حســــاب لاړې تــــوکـــــړې

غماز خو ځکه دشعر پاڼې کړلې شــوکـــې شــــوکـــــې

ما « سنګروال » چې داغیار په ځواب لاړې تو کــــړې

لندن    ۹۹ /  ۷  / ۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

لمبـــــه لمبــــــه  نــــه شــــــوم انـــــګار چــــې نـــه شوم

حــــــالاتـــــو ووایـــــې اوښیــــــار چـــــې نــــه شـــــوم

 

پــه ځان مــــې شک دی بـې ایــمـــانــــــه بـــــــه یـــــــم

دا څنــــــــګه مینــــــه ده سنـــــګســـــار چـــې نه شــوم

 

جـنـــــــــت کـــــــــــې حـــــــورو رانـــــــــه مــــــــخ واړوه

دپښتــــــنـــو پیـــــغلــــو مـــــزار چــــــې نـــــه شـــــــوم

 

چې مـیراثــــي انـــګــــــړ نــــــه کـــــــډه شـــــــوه بــــــار

څــــــومـــــــره نــــاځــــــوان یــــم پــه چغار چې نه شوم

 

حُســــــــن پـــــــــه لــــپــــــو خــــــــرڅــــــیـــــده ولاړ وم

لوی ګنا ګار یــمـــــه پـــــه دار چـــــــې نـــــــه شــــــــوم

 

یـــــو امــــتــــحـــــــان وو دجـــــــانــــــــان دمیـــــنـــــې

تومت مـــې واخیستـــه انــــــکار چـــــې نـــــه شــــــوم

 

یــــو څــــه تســـــل شـــــم  «  سنــــګـــرواله » پـــــه دې

شکر چـــې غل نـــه شـــــوم اغیـــــار چـــــې نه شـــــوم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

په دې کلي کـــې نــــا څـــــا پـــــه اوازه شــــــوه

درباب  ستوني کې ګونګه  تــــرانـــــه  شـــــوه

دادم نغمـو ته ګــــــوتـــــــې پــــه ژړاشـــــــــوې

ځواني مرګه چې دمینـــــې افســــــانه شــــــوه

درخو خپل ټکری ذاهد ته ور پــــه ســــر کـــــړ

چـــــې سپیره  دپښتـــــانــــــه  کلــــي دیره شوه

مــیـــــړنــــي ورتـــــه پــــــه لپــــــو لپـــــو ژاړي

چې راکوزه داوجــرې دکـــــټ شملـــــه شـــــوه

دمورچل ملالې تـــور څـــــادر راخـــــور کـــــړ

دګودر خواکې چې جــــوړه هـــــدیــــره شـــــوه

دتاریـــخ خـــــــــزر   ولا ړ   وو لاس تــــر زنــــې

چې دننګ او دبــې ننګ ســره دعــــوه شـــــوه

بیګــــا بیـــا چـــا دمستۍ څــــلــــۍ چـــپــه کړ

ړنګه بنګه لــوټـــې لـــوټـــــې میخانـه شـــــوه

عرش راپریوته تـــوبـــه تـــــوبــه په شونــــــډو

چې راپورته داتل دخـــولــې نـــــــاره شـــــــــوه

چې چا لَـو کړئ دنښتــــرو دنـــنــــګ څوکـــې

دبابا  اروا  پـه قبـــر کـــــــــې خـــــــپـــــه شــــوه

څومره لوی وم څومـره اوړ شوم سنـــــګرواله

چې سجده مې  دبــنده خــــپو ته  کږه شــــــــوه

  لندن    ۲۰۰۰  / ۸  /  ۱۵

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شهسوارسنګروال

که دې په زړه وي  چــــــې د بر ګـــــودر اولــــــه ورځ وه

چې په سجـده شـــــوم دازمـــــا دســـــر اولـــــه ورځ وه

چې په دوه غبرګو خوشالیو کې مــې ونـــــه لیــــــدې

یــــــوه وعـــــده بلـــــه  دلــــوی اختــــــر اولـــــه ورځ وه

آ  دې یادیږي چې دوه زړونه مو پیونـد کـــــړل ســــــره

ځکه مې یاد شـــي ، دواړه مــــحـــــشر اولـــــه ورځ وه

لومړۍ ځواني وه دلومړي پسـرلي ښــــکلې شیبـــــې

لومړی دیـــدن وو دلــــــومـــــړي سهــــار اوله ورځ وه

چې دګلاب  په شــونــــډو ووریـــــدې پـــــریــــوتــــلې

دپرخې زړه کـــې  دویــــــده پـــــر هـــــر اولـــــه ورځ وه

شغلې خورې شوې  دخوږې مینې پیغام یې خپورکړ

زما او ستا منځ کــې  دهــــغــــه لمـــــر اولـــــه ورځ وه

دمر غلرو په ګلشن کې ستا دشـــونـــــډو خـــــولــــــې

چـــــې مــــې لیــــدې دلیــــــونـــي اثــــر اولــــه ورځ وه

دسنګروال زړه کې چې شنې شولې دمینې غونچې!

ناځوان اغیار تـــــه دتـــــاوده سنـــــګر اولـــــه ورځ وه

لوبهبشپړ شعر ولولئ

لوبه

شهسوارسنګروال

پیــــغــــلې  دوطــــن  دوطـــــــن پـــــیغــــلې ښــــــاغـــــلې دي

خـــــواره اروپــــا شــــه چـــــې داڅرنــګه یې نجـــــونـــــې دي

۱ ــ پیـــــغلــــه دوطــــن چــــې لــه منګي سره ګــودر ته ځـــــي

غــــرونــــه غـــــرونــــه زلفـې ښایسته نجونې چکر ته ځـــــي

هـــــره ورځ چــــې ګـــــــورې  تـه به وایې چې اخــــــتر ته ځـــي

ســـــره لاســــــونه ســــرې شــــونډې نیمزالې او پیمخې دي

۲ ــــ مـــیـــنه یـــې حــــیاده او حــــیا یـــې پــــاکه میــــنــــه ده

مینــــه یــې رښتیا ده ورتـــه ګـــــرانــــــه لکــــــه ویـــــنـــــه ده

نـــــه دې غــــــولـــــــوي هـــــره خبـــــره یــــې تــــکه سپینه ده

څومـــــره مینه ناکې دي او څومـــره ښکلــــې ښکلـــــې دي

۳ ـــ ګـــــوره اروپــاتـــــه  ددې نجــــــونـــــو مینــــه وګـــــوره

مینــــه یــــې بـــر بنــــــډه ده او لـــــوڅــــې ســـــینې وګـــــوره

بیـــــادې کــــــوروکلـــــي کــــې درنــــــې پښتنـــــې وګـــــوره

مستـــــــې ښــــــاپــــیـــــرۍ دي کلنـــــکارې او پتمنـــــې دي

۴ ـــ هــــلــــته دسیـــــنې پـــه بـــــڼ اوله ورځ تالان ګډ شــــــي

هلتــــه پــــه اوله ورځ په ســـرو ګلــــو خــــــــزان ګـــــډ شـــــي

ټولې پردې څیرې په عــزت بانـــدې توپــــــان ګــــــډ شـــــي

یــــــاره سنـــــګروالـــــه مــــــا پــــدې سترګـــــو لیدلـــې دي

پیــــــغـــــلې دوطــــــن  دوطـــــــــن پیغــــلې ښـــــاغلـــــې دي

۲۶  / ۱  /  ۲۰۰۱