د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

وطنه

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

ګل ته پسرلیـــــــه څـــــو لمبــــې سینـــــه کـــې و ټـــومبــه

نـــــاوې اوربـــلــــــــونــــه، زنـــبـــقــــونــــه دې شمله شمله

پـــــرېــــږده چـــې ســرې اوښکې مر غلرې نورې نه څاڅي

پــــــــرخـــــې دې را ونــــاڅـــــي لالـــونــــه دې شمله شمله

نــــــورې بــــه داســــرې غـــوټۍ بــــیـــو خته خزان نه ځپي

بـــــڼ بــــــه شــــــي شمله شمله ډاګــــونـــــه به شمله شمله

ستــــا پــیـــــکي تــــه ګـــــل خــــو مـرور جانان راوړی دی

څڼـــــې دې سپېــــــرې مشـــه څـــانـګو نه دې شمله شمله

ستـــــا د بــــــڼ مـــــرغــــۍ بـه راستنې شي په نڅا به شي

ستا څپــــانــد سیندونه او هسک غرونه دې شمله شمله

ستـــــا پــــه شپېـــــرو دښتـــــــو بـــه د ګــــلو باران اووري

غــــــرونـــــه دې رنګیـــــن شـــه ګـــړنــــګــونه شمله شمله

د شاعر نور شعرونه ←