د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

که دې په زړه وي  چــــــې د بر ګـــــودر اولــــــه ورځ وه

چې په سجـده شـــــوم دازمـــــا دســـــر اولـــــه ورځ وه

چې په دوه غبرګو خوشالیو کې مــې ونـــــه لیــــــدې

یــــــوه وعـــــده بلـــــه  دلــــوی اختــــــر اولـــــه ورځ وه

آ  دې یادیږي چې دوه زړونه مو پیونـد کـــــړل ســــــره

ځکه مې یاد شـــي ، دواړه مــــحـــــشر اولـــــه ورځ وه

لومړۍ ځواني وه دلومړي پسـرلي ښــــکلې شیبـــــې

لومړی دیـــدن وو دلــــــومـــــړي سهــــار اوله ورځ وه

چې دګلاب  په شــونــــډو ووریـــــدې پـــــریــــوتــــلې

دپرخې زړه کـــې  دویــــــده پـــــر هـــــر اولـــــه ورځ وه

شغلې خورې شوې  دخوږې مینې پیغام یې خپورکړ

زما او ستا منځ کــې  دهــــغــــه لمـــــر اولـــــه ورځ وه

دمر غلرو په ګلشن کې ستا دشـــونـــــډو خـــــولــــــې

چـــــې مــــې لیــــدې دلیــــــونـــي اثــــر اولــــه ورځ وه

دسنګروال زړه کې چې شنې شولې دمینې غونچې!

ناځوان اغیار تـــــه دتـــــاوده سنـــــګر اولـــــه ورځ وه

د شاعر نور شعرونه ←