افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
بې علمه شیخ دمحبت پــــه کتـــــاب لاړې تـــــوکـــــړې
منصور خو ځکه دریـــا پـــــه ثـــــواب لاړې تــــوکــــړې
دُرخو په تک شین پسرلي کــــې پاڼـــــه پاڼــــه شــــوله
هغه شیطان چـــې دادم پـــــه ربــــاب لاړې تــــو کـــــړې
چاچې نکریځــو لپــــو جام کې لیلا ښــــه لــــیــــدلــــې
هغو خو ځکه دمجنــــون په عــــذاب لاړې تـــــوکــــړې
زه خو دګوتو په نغمــو کــــې دخــــــدای ذکـــــر وینـــــم
چاد فردوس په میکدو او شــــــراب لاړې تـــــوکـــــړې
دبڼ تنکي ګلونه زه په خپلو اوښــــــکـــــو ویـــنـــــځــــم
پسرلی وایي چا زموږ پـــه حســــاب لاړې تــــوکـــــړې
غماز خو ځکه دشعر پاڼې کړلې شــوکـــې شــــوکـــــې
ما « سنګروال » چې داغیار په ځواب لاړې تو کــــړې
لندن ۹۹ / ۷ / ۳