افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تـــه ګوره څنګه ښکاري دا لوړ غر د مازی دېګر
د شیــــن ګـــړنګ له پاسه شین نښتر د مازدیګر
مـــــرغـــۍ د چنـــارو څـوکو کې ناڅي سره وایي
څه ښکلی غــــوړیــــدلــی رنګین لمر د مازدیګر
سرې لـــپې په نکــــریـــزو د نـګي په تندي ښخې
چې سور تکرۍ په سرشي پــــه ګودر د مازدیګر
خورې وري د سرو زرو په مــــــخ زرینـې وړانګې
د بڼ په ښکلي مخ بـــانــــدې محشر دمــــازدیګر
نیــمزالـــې نـازولې چې میلمه شي سنـــــګرواله
په هغه کــــــور کې جوړ شي لوی اختر د مازیګر