د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

لمبـــــه لمبــــــه  نــــه شــــــوم انـــــګار چــــې نـــه شوم

حــــــالاتـــــو ووایـــــې اوښیــــــار چـــــې نــــه شـــــوم

 

پــه ځان مــــې شک دی بـې ایــمـــانــــــه بـــــــه یـــــــم

دا څنــــــــګه مینــــــه ده سنـــــګســـــار چـــې نه شــوم

 

جـنـــــــــت کـــــــــــې حـــــــورو رانـــــــــه مــــــــخ واړوه

دپښتــــــنـــو پیـــــغلــــو مـــــزار چــــــې نـــــه شـــــــوم

 

چې مـیراثــــي انـــګــــــړ نــــــه کـــــــډه شـــــــوه بــــــار

څــــــومـــــــره نــــاځــــــوان یــــم پــه چغار چې نه شوم

 

حُســــــــن پـــــــــه لــــپــــــو خــــــــرڅــــــیـــــده ولاړ وم

لوی ګنا ګار یــمـــــه پـــــه دار چـــــــې نـــــــه شــــــــوم

 

یـــــو امــــتــــحـــــــان وو دجـــــــانــــــــان دمیـــــنـــــې

تومت مـــې واخیستـــه انــــــکار چـــــې نـــــه شــــــوم

 

یــــو څــــه تســـــل شـــــم  «  سنــــګـــرواله » پـــــه دې

شکر چـــې غل نـــه شـــــوم اغیـــــار چـــــې نه شـــــوم

د شاعر نور شعرونه ←