د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

لوبه

پیــــغــــلې  دوطــــن  دوطـــــــن پـــــیغــــلې ښــــــاغـــــلې دي

خـــــواره اروپــــا شــــه چـــــې داڅرنــګه یې نجـــــونـــــې دي

۱ ــ پیـــــغلــــه دوطــــن چــــې لــه منګي سره ګــودر ته ځـــــي

غــــرونــــه غـــــرونــــه زلفـې ښایسته نجونې چکر ته ځـــــي

هـــــره ورځ چــــې ګـــــــورې  تـه به وایې چې اخــــــتر ته ځـــي

ســـــره لاســــــونه ســــرې شــــونډې نیمزالې او پیمخې دي

۲ ــــ مـــیـــنه یـــې حــــیاده او حــــیا یـــې پــــاکه میــــنــــه ده

مینــــه یــې رښتیا ده ورتـــه ګـــــرانــــــه لکــــــه ویـــــنـــــه ده

نـــــه دې غــــــولـــــــوي هـــــره خبـــــره یــــې تــــکه سپینه ده

څومـــــره مینه ناکې دي او څومـــره ښکلــــې ښکلـــــې دي

۳ ـــ ګـــــوره اروپــاتـــــه  ددې نجــــــونـــــو مینــــه وګـــــوره

مینــــه یــــې بـــر بنــــــډه ده او لـــــوڅــــې ســـــینې وګـــــوره

بیـــــادې کــــــوروکلـــــي کــــې درنــــــې پښتنـــــې وګـــــوره

مستـــــــې ښــــــاپــــیـــــرۍ دي کلنـــــکارې او پتمنـــــې دي

۴ ـــ هــــلــــته دسیـــــنې پـــه بـــــڼ اوله ورځ تالان ګډ شــــــي

هلتــــه پــــه اوله ورځ په ســـرو ګلــــو خــــــــزان ګـــــډ شـــــي

ټولې پردې څیرې په عــزت بانـــدې توپــــــان ګــــــډ شـــــي

یــــــاره سنـــــګروالـــــه مــــــا پــــدې سترګـــــو لیدلـــې دي

پیــــــغـــــلې دوطــــــن  دوطـــــــــن پیغــــلې ښـــــاغلـــــې دي

۲۶  / ۱  /  ۲۰۰۱

د شاعر نور شعرونه ←