د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

داکوم یو فال دی چې ډک جام چپه شـــي

لکه دغره غــوندې خیـــام چــــپــــه شــــي

زمــا دحســــن دنـــخــــرو جـــانـــانـــــه ! ؟

دتا په ځای دې کوم بدنام چـــپــــه شـــــي

منــګي او پیغلــــې ،ګـــــــودر دړې وړې

لکه بلبلې چــې پــــه دام چـــــپـــــه شــــــي

چې مر غلرې دې له سترګـــــو څــــاڅـــــي

دانه وانه ستوري  په بــام چــــپــــه شـــــي

لــوی ګناه کار دی اودمیـــنـــې قــــاتــــل

چـــې دریبـــار له خولـــې پیغام چپه شــي

زموږ وطن کې پل پـه پــــل مــــرګــــونــــه

په چا سهار په چا ماښـــام چـــپـــه شــــــي

دګل په شونډو کې چې مړه شي میــــنــــه

لکه چې څلی دبــــهــــرام چـــپـــــه شــــــي

چې دیــارانــــو دمــــرګ چـــــانـــــه واورم

دزړه ماڼۍ مې ګام په ګام چــپـــــه شـــــي

دشاعر چې « سنــــــګـــروالـــــــه» واورم

دشعر په ژبـــه مې کلام چـــــپــــــه شــــــي

لندن  ۹۹  /   ۸    /   ۳۱

د شاعر نور شعرونه ←