افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کلـــی مې خپل دی په کې کور نــه لــــرم
څومره پردی شومه چـــې ورور نــــه لـــرم
ځای لټوم چې مې عزت خــــونــدي شـــي
وطن پـــردی دی پـــــکــــې زور نــــه لـــرم
داخـــــو دمــــړو هــــدیــــرو وطـــن دی ! ؟
دماشومـانـــو پـــکــــې شــــور نــــه لـــــرم
لندن پـــه ښـــــه وي پــــه مـــا ونــــه لګیـد
پـــه نـــغـــري کــــې چـــې بـــل اورنـــه لرم
ښکلــــی هـــــردود زمــــادښکلــــي وطـن
دلته دبــــدو کــــړو پیــــغــــور نـــــه لــــرم
نــــه زه څــــوک پـــیــــژنــــم نــــه مـا پیژني
هـــــم چـــاســــره داوړو پـــــور نـــــه لــــرم