پښتو ادب · شاعران
نجيب الله “جبارخېل”
د نجيب الله "جبارخېل" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
قسم په خدای چېبشپړ شعر ولولئ
قسم په خدای چې
نجيب الله "جبارخېل"
قسم په خدای چې
دپردولمسون دی
څوک مدرس او څوک
معلم مې وژني
چې دعلم او فرهنګ
کور ورانوي
هغه سپېڅلی متعلم
مې وژني
راته عجیبه قضاوت
ښکاري دا
چې طالب پاڅیږي عالم مې وژني
دخپل قدرت او
اقتدار په خاطر
هغه دتیرې ورځ
حاکم مې وژني
نه پاک اسلام نه
جهاد داسې وایي
ښه پرې پوهیږم چې
ظالم مې وژني
داجنګ دکفر او
داسلام خو ندی
خپله ګاونډ څخه
مسلم مې وژني
څیرې ګرېوانبشپړ شعر ولولئ
څیرې ګرېوان
نجيب الله "جبارخېل"
زیارته ما درته
په زړه کې لوی
ارمان راوړی
ته یې پوره کړه
چې سوړ اه مې
دانسان راوړی
زما دوطن څیرې
ګرېوان ته یوه
ګنډه ورکړه
ما دشهید پلار
ديتیم څیرې
ګرېوان راوړی
زه خوسوالګر نه
یم بس دغه سوال
کومه له تا
په تش کچکول کې
مې نن سوال دخپل
جانان راوړی
نور به سینه
دربوي لافې دوفا
کوینه
خلک کړي مینه
ورسره ما پرې
ایمان راوړی
چې دبرلین دیوال
چپه شو چین
هانکانګ شولو يو
دا توره کرښه چا
په مینځ کې
دافغان راوړی ؟
زما سر شاره مینه
داسې راته وایي
وایي
سره به یو شي لر
او بر ما دا
برهان راوړی
تېر به دژوند
دنهیلیو شي
ناځوانې شېبې
ما تسلي دزخمي
زړونو ته درما ن
راوړی
واورهبشپړ شعر ولولئ
واوره
نجيب الله "جبارخېل"
واوره
واوره ګاونډيه په
تا پاتې ده یو
پور زما
اور دی پوری کړی
په ښایسته کلی
اوکور زما
هر رنګ چی دی لاس
بر شوی تا کله
ایله کړی
اوس غواړې چی
وسپړی دپلار
اونیکه ګورزما
زه خو له چنګیز
او له مغلو ګیله
من نه يم
تا خو همیشه بللی
ځان مسلمان ورور
زما
تا په نرمه ژبه ،
په هيلو بهانو
وژلی يم
تا سره که پيل شم
در معلومه به شي
زور زما
کله چی حساب او
کتاب وخت راشي
زمونږ تر مینځ
ژر به پوروړی
خیژی پاتی به وي
نور زما
زه خو په حساب
دغه یو شی ضروري
ګڼم
کاڼی چه ويشتلو
توره شپه کی تا
په لور زما
ستا دبربریت کیسی
به چا چا ته کومه
زه
ستا اور کی سيزلی
دی ماشوم ، بډا ،
سرتور زما
نور زه نه پوهيږم
دومره پوه يم
لولپه به شې
تا ته که در
والوتو يوه بڅری
اور زما
پام چی سپک نظر
زما دی وران حالت
ته ونکړی
سترګې به دی
وباسم چی وګورې
په لور زما
ستا دا ابلیسي
چلونه زه هم
حیران کړی یم
یو ورور می کافر
کړې بيا يي وژنې
په بل ورور زما
ځکه چې مور دهبشپړ شعر ولولئ
ځکه چې مور ده
نجيب الله "جبارخېل"
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه ده ګرانه په
هر چا ځکه چې مور
ده ښځه
ښځه ښایست ښځه ښکلا دسترګو تور ده ښځه
ښځه دژوند دسمون
لاره محترمه وي
تل
په لاره سمه وي تل
ښځه په مینه کې
وفا دزړه ټکور ده
ښځه
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه ټولنه کې
ژوندون ته ښکلی رنګ ورکوي
هم نام او ننګ
ورکوي
که چېرې بد شي هر
افغان ته لوی
پېغور ده ښځه
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه پخپله
قهرمانه قهرمان
زېږوي
دننګ بچیان زیږوي
ځکه عزت شان او
شوکت دهر یو کور
ده ښځه
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه به هله په چا
ګران چې پښتنه شي
ښځه
ډېره درنه شي ښځه
ډیره بې وسه
، ناتوانه هم سر
تور ده ښځه
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه استازه ده
دهر یو کس روزنه
کوي
ښه لارښوونه کوي
خو ډېر افسوس دی
چې په کور او یا
په ګور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه دژوند دلارې
مله ښه صفتون لري
مصیبتونه لري
که چېرې دوه نو
شي په
کور کې شر او شور
ده
ځکه اینګور ده ښځه
پدې دنیا کې ښځې
پښو لاندې جنت
وګټئ
لوی مغفرت وګټئ
جبارخیل وایي زما
ددواړوسترګو تور
ده ښځه
ځکه چې مور ده
ښځه
نیوادا
پښتونه غوږ شهبشپړ شعر ولولئ
پښتونه غوږ شه
نجيب الله "جبارخېل"
پښتونه غوږ شه
زيږ پښتون شه
دباباپګړۍ په سر
کړه
په
پښتواوپښتونواله
ځان خبر کړه
لر اردو او بر
فارسي کې
پښتوګېره
دانګرېز د ژبې
لیرې ترې اثر کړه
ژر شه ویښ چې
پښتوپه مړه
کېدوده
پښتولیک اولوست رواج دخپل دفتر کړه
دا نفاق توره بلا
ده نور يې پرېږده
غېږه خلاصه کړه
پخلاخپل مرور کړه
دامنم چې
ستادتورې ثاني
نشته
دجګړې خیال
دماغزو ځنې بهر
کړه
تمدن واړه علمه
نه مونده شي
قلم پورته ځان
خاوند دلوی هنر
کړه
لا ترکومه دبابا
په نوم نازیږو؟
ملادې وتړه ودان
دا خړ خیبر کړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجيب الله "جبارخېل"
غزل
پاکه مينه مې
کوله له بدنا مه
څه خبر وم
چې دستوردکلي مات
شوله انجامه څه
خبر وم
محبت راته اسانه
غوندې لوبه
ښکارېدله
چې پریوزي خلک
دام کې لدې دامه
څه خبر وم
دژوندون
يوڅوسپرلي مې په
ارامه تېروله
روڼ سهارمې
وليدلی له ماښامه
څه خبر وم
لالهانده په
ژوندون کې
ددلبرپه مینه مست
وم
درقیب اودغمازله انتقامه څه خبر وم
دغمونو تسلسل کې
دتسل ملګری نه و
مېخانه کې دساقي
له خم اوجامه څه
خبر وم
شمه پورته زه
ممبرته چې اعلان
دمینې وکړم
دممبردتهمتي ظالم
امامه څه خبر وم
جبارخېل هسې
جانان سره ساده
مینه کوله
زه دعشق له لوړ
منزل او لوړمقامه
څه خبروم
وليکه بشپړ شعر ولولئ
وليکه
نجيب الله "جبارخېل"
شاعره ماته
دپښتو داسې اثر
وليکه
چې سره يوشي
پښتانه دلر او بر
وليکه
دتورو شپو
دتورتمونو خاتمه
کله ده؟
چې روڼ سهارشي
پړق برېښنا شي
لکه لمر وليکه
دچانه خوف دچانه
ډار له چانه مه
ويرېږه
دحقیقت هره خبره
لکه نر ولیکه
په لر او بر شمال
جنوب افغانان چا
وېشلي؟
قلم کړه پورته دافغان واحد ټبر وليکه
چې دډیورنډ
اومکناټېن لا هم
ملاتړې کوي
توره راواخله په
سرو وینو یې اکبر
ولیکه
چې دتاریخ زمری
یې لاهم پېژندلی
ندی
دې مغلګي ته
دافغان په لاس
خنجر ولیکه
دپامیر څوکه،
هندوکش او میوند
هېر نکړې
ته
په سپین غر واوړه دا شعار په خړ خیبروليکه
ای جبارخیله دننګ
جنګ کې پام چې
شاته نشې
داسې شعرونه په
سرو وینو دځيګر
ولیکه
لټومبشپړ شعر ولولئ
لټوم
نجيب الله "جبارخېل"
دارمانونو زخمي
زړه ته مې درمل
لټوم
ګرځم دمينې په
بازار کې ځانته
مل لټوم
سوری سوری پر هار
پرهار په محبت
دجانان
داستا له مینې
څخه ډک داسې ګوګل
لټوم
یو ورځ پوره به
شي زما دارمانونو
هیلې
که پوره نشي
دغمجن زړګي تسل
لټوم
خدازده چې چا او
څنګه لوټ کړ زما
دزړه استقرار ؟
چې مې دژوند سکون
پټ کړی هغه غل
لټوم
دمینې رنځ کې چې
اخته شم سودايې
غوندې شوم
د زمانې دهر عاشق د پښو پل لټوم
مینه ده ګرانه هر
سړی خو یې زغملی
نشي
په دغه لوبه کی
فرهاد پشان اتل
لټوم
په څلور لارې کې
حيران چې زه چېر
ته لاړ شم ؟
لېونی ګرځمه
سرسامه ورک مزل
لټوم
زه جبارخیل لدې
ژوندون نه لاس په
سر یمه نور
غواړم بدل کړم خپل تقدیر لیک دازل لټوم
کلی کوربشپړ شعر ولولئ
کلی کور
نجيب الله "جبارخېل"
سوی زمونږه کلی
کور دی
چا بل کړی پکې اور دی؟
چې جونګړې مو
سوزیږي
وایه چا لره پېغور دی؟
ای اور ګره کور
دې وران شه
چې دې ظلم په هر لور دی
پدې کور د پرګنو
کې
چا ګډ کړی ظلم زور دی ؟
خلک لاړل کهکشان
ته
ولې مونږ باندې
نسکور دی ؟
خلکو جوړ کړل
جنتونه
زمونږ کور پشان
دګور دی
خلک خاندي
خوشحالي کړي
ولې دلته شر او
شور دی؟
څه عجیبه افسانه
ده
ورور اخته په جنګ
دورور دی
هیڅ انصا ف په چا
کې نشته
د نړۍ نه مې زړه
تور دی
جبارخېله نور څه
نشته
بس په شعردې زړه
ټکور دی
نفاقبشپړ شعر ولولئ
نفاق
نجيب الله "جبارخېل"
بې له جنګه
دافغان څه کمال
نشته
شجاعت کې یې ثاني
او مثال نشته
ورانول دخپل وطن
مېړانتوب بولو
نو بيا ځکه زمونږ
دکلي دېوال نشته
که يو ځل له خپل
مینځي جنګونه
خلاص شو
دافغان په کور دبل شي جنجال نشته
اتفاق مو دنفاق
په ټينګه کړی
ځکه مونږ کې
اتفاق يو مثقال
نشته
که لاسونه دوحدت
مو سره ورکړه
په دښمن کې مو
دجنګ نور مجال
نشته
لر او بر افغانان
چا سره بېل کړي ؟
سره یو يوو فرق دشرق او شمال نشته
که رقیب درسره
څومره شي خوا
خوږی
بې مطلبه نن سبا
انډيوال نشته
دا دجهل تورې شپې
چې نن راغلي
دافغان په کور
ډیوه او مشال
نشته
جبارخېل بس اتفاق
له الله غواړي
بې نفاقه دافغان
هیڅ ذوال نشته