د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نجيب الله "جبارخېل" شعرونه

وليکه  

شاعره ماته دپښتو داسې اثر وليکه
چې سره يوشي پښتانه دلر او بر وليکه

دتورو شپو دتورتمونو خاتمه کله ده؟
چې روڼ سهارشي پړق برېښنا شي لکه لمر وليکه

دچانه خوف دچانه ډار له چانه مه ويرېږه
دحقیقت هره خبره لکه نر ولیکه

په لر او بر شمال جنوب افغانان چا وېشلي؟
 قلم کړه پورته دافغان واحد ټبر وليکه

چې دډیورنډ اومکناټېن لا هم ملاتړې کوي
توره راواخله په سرو وینو یې اکبر ولیکه

چې دتاریخ زمری یې لاهم پېژندلی ندی
دې مغلګي ته دافغان په لاس خنجر ولیکه

دپامیر څوکه، هندوکش او میوند هېر نکړې ته
  په سپین غر واوړه دا شعار په خړ خیبروليکه

ای جبارخیله دننګ جنګ کې پام چې شاته نشې
داسې شعرونه په سرو وینو دځيګر ولیکه

د شاعر نور شعرونه ←