افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
کلی کور
سوی زمونږه کلی کور دی
چا بل کړی پکې اور دی؟
چې جونګړې مو سوزیږي
وایه چا لره پېغور دی؟
ای اور ګره کور دې وران شه
چې دې ظلم په هر لور دی
پدې کور د پرګنو کې
چا ګډ کړی ظلم زور دی ؟
خلک لاړل کهکشان ته
ولې مونږ باندې نسکور دی ؟
خلکو جوړ کړل جنتونه
زمونږ کور پشان دګور دی
خلک خاندي خوشحالي کړي
ولې دلته شر او شور دی؟
څه عجیبه افسانه ده
ورور اخته په جنګ دورور دی
هیڅ انصا ف په چا کې نشته
د نړۍ نه مې زړه تور دی
جبارخېله نور څه نشته
بس په شعردې زړه ټکور دی