افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پښتونه غوږ شه
پښتونه غوږ شه
زيږ پښتون شه دباباپګړۍ په سر کړه
په پښتواوپښتونواله ځان خبر کړه
لر اردو او بر فارسي کې پښتوګېره
دانګرېز د ژبې لیرې ترې اثر کړه
ژر شه ویښ چې پښتوپه مړه کېدوده
پښتولیک اولوست رواج دخپل دفتر کړه
دا نفاق توره بلا ده نور يې پرېږده
غېږه خلاصه کړه پخلاخپل مرور کړه
دامنم چې ستادتورې ثاني نشته
دجګړې خیال دماغزو ځنې بهر کړه
تمدن واړه علمه نه مونده شي
قلم پورته ځان خاوند دلوی هنر کړه
لا ترکومه دبابا په نوم نازیږو؟
ملادې وتړه ودان دا خړ خیبر کړه
زيږ پښتون شه دباباپګړۍ په سر کړه
په پښتواوپښتونواله ځان خبر کړه
لر اردو او بر فارسي کې پښتوګېره
دانګرېز د ژبې لیرې ترې اثر کړه
ژر شه ویښ چې پښتوپه مړه کېدوده
پښتولیک اولوست رواج دخپل دفتر کړه
دا نفاق توره بلا ده نور يې پرېږده
غېږه خلاصه کړه پخلاخپل مرور کړه
دامنم چې ستادتورې ثاني نشته
دجګړې خیال دماغزو ځنې بهر کړه
تمدن واړه علمه نه مونده شي
قلم پورته ځان خاوند دلوی هنر کړه
لا ترکومه دبابا په نوم نازیږو؟
ملادې وتړه ودان دا خړ خیبر کړه