افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نفاق
بې له جنګه دافغان څه کمال نشته
شجاعت کې یې ثاني او مثال نشته
ورانول دخپل وطن مېړانتوب بولو
نو بيا ځکه زمونږ دکلي دېوال نشته
که يو ځل له خپل مینځي جنګونه خلاص شو
دافغان په کور دبل شي جنجال نشته
اتفاق مو دنفاق په ټينګه کړی
ځکه مونږ کې اتفاق يو مثقال نشته
که لاسونه دوحدت مو سره ورکړه
په دښمن کې مو دجنګ نور مجال نشته
لر او بر افغانان چا سره بېل کړي ؟
سره یو يوو فرق دشرق او شمال نشته
که رقیب درسره څومره شي خوا خوږی
بې مطلبه نن سبا انډيوال نشته
دا دجهل تورې شپې چې نن راغلي
دافغان په کور ډیوه او مشال نشته
جبارخېل بس اتفاق له الله غواړي
بې نفاقه دافغان هیڅ ذوال نشته