افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ځکه چې مور ده
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه ده ګرانه په هر چا ځکه چې مور ده ښځه
ښځه ښایست ښځه ښکلا دسترګو تور ده ښځه
ښځه دژوند دسمون لاره محترمه وي تل
په لاره سمه وي تل
ښځه په مینه کې وفا دزړه ټکور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه ټولنه کې ژوندون ته ښکلی رنګ ورکوي
هم نام او ننګ ورکوي
که چېرې بد شي هر افغان ته لوی پېغور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه پخپله قهرمانه قهرمان زېږوي
دننګ بچیان زیږوي
ځکه عزت شان او شوکت دهر یو کور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه به هله په چا ګران چې پښتنه شي ښځه
ډېره درنه شي ښځه
ډیره بې وسه ، ناتوانه هم سر تور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه استازه ده دهر یو کس روزنه کوي
ښه لارښوونه کوي
خو ډېر افسوس دی چې په کور او یا په ګور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه دژوند دلارې مله ښه صفتون لري
مصیبتونه لري
که چېرې دوه نو شي په کور کې شر او شور ده
ځکه اینګور ده ښځه
پدې دنیا کې ښځې پښو لاندې جنت وګټئ
لوی مغفرت وګټئ
جبارخیل وایي زما ددواړوسترګو تور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
نیوادا
ښځه ده ګرانه په هر چا ځکه چې مور ده ښځه
ښځه ښایست ښځه ښکلا دسترګو تور ده ښځه
ښځه دژوند دسمون لاره محترمه وي تل
په لاره سمه وي تل
ښځه په مینه کې وفا دزړه ټکور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه ټولنه کې ژوندون ته ښکلی رنګ ورکوي
هم نام او ننګ ورکوي
که چېرې بد شي هر افغان ته لوی پېغور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه پخپله قهرمانه قهرمان زېږوي
دننګ بچیان زیږوي
ځکه عزت شان او شوکت دهر یو کور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه به هله په چا ګران چې پښتنه شي ښځه
ډېره درنه شي ښځه
ډیره بې وسه ، ناتوانه هم سر تور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه استازه ده دهر یو کس روزنه کوي
ښه لارښوونه کوي
خو ډېر افسوس دی چې په کور او یا په ګور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
ښځه دژوند دلارې مله ښه صفتون لري
مصیبتونه لري
که چېرې دوه نو شي په کور کې شر او شور ده
ځکه اینګور ده ښځه
پدې دنیا کې ښځې پښو لاندې جنت وګټئ
لوی مغفرت وګټئ
جبارخیل وایي زما ددواړوسترګو تور ده ښځه
ځکه چې مور ده ښځه
نیوادا