پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
څیرې ګرېوان
زیارته ما درته
په زړه کې لوی
ارمان راوړی
ته یې پوره کړه
چې سوړ اه مې
دانسان راوړی
زما دوطن څیرې
ګرېوان ته یوه
ګنډه ورکړه
ما دشهید پلار
ديتیم څیرې
ګرېوان راوړی
زه خوسوالګر نه
یم بس دغه سوال
کومه له تا
په تش کچکول کې
مې نن سوال دخپل
جانان راوړی
نور به سینه
دربوي لافې دوفا
کوینه
خلک کړي مینه
ورسره ما پرې
ایمان راوړی
چې دبرلین دیوال
چپه شو چین
هانکانګ شولو يو
دا توره کرښه چا
په مینځ کې
دافغان راوړی ؟
زما سر شاره مینه
داسې راته وایي
وایي
سره به یو شي لر
او بر ما دا
برهان راوړی
تېر به دژوند
دنهیلیو شي
ناځوانې شېبې
ما تسلي دزخمي
زړونو ته درما ن
راوړی