پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
پاکه مينه مې
کوله له بدنا مه
څه خبر وم
چې دستوردکلي مات
شوله انجامه څه
خبر وم
محبت راته اسانه
غوندې لوبه
ښکارېدله
چې پریوزي خلک
دام کې لدې دامه
څه خبر وم
دژوندون
يوڅوسپرلي مې په
ارامه تېروله
روڼ سهارمې
وليدلی له ماښامه
څه خبر وم
لالهانده په
ژوندون کې
ددلبرپه مینه مست
وم
درقیب اودغمازله انتقامه څه خبر وم
دغمونو تسلسل کې
دتسل ملګری نه و
مېخانه کې دساقي
له خم اوجامه څه
خبر وم
شمه پورته زه
ممبرته چې اعلان
دمینې وکړم
دممبردتهمتي ظالم
امامه څه خبر وم
جبارخېل هسې
جانان سره ساده
مینه کوله
زه دعشق له لوړ
منزل او لوړمقامه
څه خبروم