افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لټوم
دارمانونو زخمي زړه ته مې درمل لټوم
ګرځم دمينې په بازار کې ځانته مل لټوم
سوری سوری پر هار پرهار په محبت دجانان
داستا له مینې څخه ډک داسې ګوګل لټوم
یو ورځ پوره به شي زما دارمانونو هیلې
که پوره نشي دغمجن زړګي تسل لټوم
خدازده چې چا او څنګه لوټ کړ زما دزړه استقرار ؟
چې مې دژوند سکون پټ کړی هغه غل لټوم
دمینې رنځ کې چې اخته شم سودايې غوندې شوم
د زمانې دهر عاشق د پښو پل لټوم
مینه ده ګرانه هر سړی خو یې زغملی نشي
په دغه لوبه کی فرهاد پشان اتل لټوم
په څلور لارې کې حيران چې زه چېر ته لاړ شم ؟
لېونی ګرځمه سرسامه ورک مزل لټوم
زه جبارخیل لدې ژوندون نه لاس په سر یمه نور
غواړم بدل کړم خپل تقدیر لیک دازل لټوم