د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

24 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.
په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.
په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.
په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.
په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.
د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د آشنا طرف

د ډیوو په شرنګهار کې د رڼا په طرف درومم د پاولیو په سینګار کې د هما په طرف درومم را پخلا به کړم ښکلاوې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

ډیوې

د شبنم څاڅکي را کوز شول د سهار په سرو ګلانو د فرحت خالونه تم شول ستا د نــــــــــاز پـــه ادا ګانو   د سرو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د ګوربت ورشوګانې

په رخسار د صنم ګوره ړنګ بنګ ګلونه واه شول بیا د دې کلي په څنډو رنګارنګ ګلونه  واه شول شین پړونی بــه په سر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

خفه وريځ

كله كــله يـــې د زلفــــــو ولـــــونه راشــــي پـــــه آسمـــــان تـــــــه بـــه وايـــــې چــــې را اوري بيا په څاڅكو كې باران ورتــــه خــــوښ د زړګـــــــي تـل…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د لیلام لمن

ړنګې بنګې نشې ګوره چې د جام په لمن ښوري څه خوږې وږمې د مښکو د ماښام په لمن ښوري دا د کــــــــوم جادو کمال…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

نادودې

څـــــه نـــــاخـــــوالـــې مـــــو راتـــــاو له شــنـــه چـــمـــن دي د اغــــــزو څـــــــوكـــــــې نــــــــښتــــــې پـــــــه لـــــمـــــن دي وحــــشــــــي داړې د ظــــلمــــــت دي پــــــكــــــې خـــښــــې تورتموونه يې پـه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

ناروغۍ

څـــه خـــراب امـــــراض پـــــراتــــه دي د ټولنـــې پـــه ټــټــر دا فضـــــــا يــــــې خــــــــړه كــــــړې د ګنـــــاوو پـــــه منتــــر قــــــرآن بـــــد ورتــــــه ويــــــلي او خــــاوند ځنې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

نيغه لار

د نفرت، حســـد كينې او تــــــورتــــــمونـــــو پــــــه ځـــــاى د دښــــمنــــــۍ او د غيبــــــت بــــــدو نيـــــتـــــونـو په ځاى د تيــــــرويـــــســــــتلو، د رټــــــــلــــــو او د مــــــكرپــــه لار…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

رنګینې څانګې

له سرو شونډو موسکا تاو ده شین یې خال په تندي کیښود جادوګــــــــــړې، میــــلمه پـالې، ښکلا جال په تندي کیښود د مستیو هار رنګیـــــــــن شـــــــــــو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د سبا ټال

الهامونه، نرۍ وړانګې د ښکلا په ټال کې ویـــــــــــــنم رنګارنګ خیالونه غلي د موسکا په ټال کې ویـــــــــــنم   د خوښۍ نذر یې کړی د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

تږي تږي

د ګودرو، چنارونو او مـــــــنګــــــــــــیو تــــــږي تږي د پیغلوټو کتـــــــــــارونــــــــــــــو او مستیو تږي تږي   د خوښۍ احساس، رنګونه په کاروان د مازیګر کې د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

غزل

په وربل بــــــــانــــــدې مې شینده د عنبرو لپې لپې ستا لمــــــــــــــــــنې ته به وړمه د ګورګورو لپې لپې زه د حــــــــــــسن درویزګر یم د دیدار…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

بریمن

كـــــــوم لاســـــــونـــــــه چــــــې چــــــوپــړ د خپل وطن كړي شپـــــــــه او ورځ تــــــــــكل د پــــــــوهــــــــې او د فـــن كړي د ګــــــــلانـــــــــو د مـــــــجلــــــــس وي پـــــــــه زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د ګل آغا

د ګل آغا احمدي وردك لنډه پيژندنه نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

ساقي

ساقي ستا د مينې په زانګو كې زه ماشوم واى زنګېدلاى تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى كېدلاى چې د خيال وړې منګولې مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

د ګوربت افق

د ګوربت افق د ګربت په سپين افق كې راته ښكاري رڼاګانې بيا د هيلو په منګولو كې د مينې ورشوګانې د سهار په روڼ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

يوه شېبه

يوه شېبه ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي څو مچكې فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي چكچكې د ښكلا درياب ته ټوپ كړي او…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

افغان زلمى

افغان زلمى كه مې د زاڼو ټولګى را نه ووست بهار به نه يم كه مې رڼا ته غېږه ورنكړه سهار به نه يم كه…

بشپړ شعر ولولئ ←