د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

غزل

په وربل بــــــــانــــــدې مې شینده د عنبرو لپې لپې
ستا لمــــــــــــــــــنې ته به وړمه د ګورګورو لپې لپې
زه د حــــــــــــسن درویزګر یم د دیدار قلنګ مې راکه
ښکــــــــــلاګانې په سرو شونډو  د مرمرو لپې لپې
که خولګۍ دې نذرانه کړه د رخسار د دواړو خواوو
زه به درکړم د رنـــــــــګه رنــــــــګه سنــدرو لپې لپې
ته مې زلفو ته را واخله  بنارس زرغــــــــــــون شالونه
زه به ناوې درلیږمه د نښترو لــــــــــپې لـــــــــــــــپې
د وصال باران ته وایه چې له تندې چـــــولاوه شــــــــوم
د بوډۍ له ټاله غواړم د منترو لـــــــــــــــــپې لـــــــــــــپې
زما مینه ده سرتوره د حجاب پــــــــــړونــــــــی غـــواړي
ورته وسپړه ګلونه د شکرو لــــــــــــــپې لــــــــــــــــــــــپې
که زمـــــــا غــــــــریب لنګر ته ستا د ورا ډولونه راغلل
د اتڼ محـــــــفـــــل بـــــــــــــه جوړ کړم د ملګرو  لپې لپې
کابل ۴ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۴ اپریل ۲۰۰۷ میلادي
د شاعر نور شعرونه ←