د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

يوه شېبه

يوه شېبه

ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي څو مچكې
فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي چكچكې

د ښكلا درياب ته ټوپ كړي او په خوند وهي لاسونه
وايي راشه زما خوا ته اى د مينې ګل غـُنچكې

د ژوندون د بدن غړي او حواس يې شي په دې خوا
په تورسترګې پسې ګرزي طى كوي غرونه او ځمكې

د زيارت لمنه نيسي دلاسا منجوران كړي
مچوي د پير لاسونه دعا غواړي له ادكې

چې كه يوار په لاس ورشي لاس يې و نيسي په لاس كې
خوږ شربت له شونډو واخلي د نشې په يوه څمڅه كې

ځان به داسې ښايسته كړي چې يوازې دا ده ښكلې
وايي راشه ځوانيمرګې د خوږو هيلو وياله كې

په همداسې تنكۍ مينه بيا سيلۍ د خزان راشي
رژوي د ژوندون پاڼې رحم نه كړي په حمله كې

د بېلتون په لاره درومي لاس را تاو له بل جانان كړي
"احمدي" داسې دنيا ده ما ليدلې يوه شيبه كې

د شاعر نور شعرونه ←