د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه

تږي تږي

د ګودرو، چنارونو او مـــــــنګــــــــــــیو تــــــږي تږي
د پیغلوټو کتـــــــــــارونــــــــــــــو او مستیو تږي تږي
 
د خوښۍ احساس، رنګونه په کاروان د مازیګر کې
د وړو او لویو نجونو د ټـــــــــــولګـــــــــیو تـــږي تږي
 
چې په سرو سرو منګول ګیو لپې لپې اوبـــه شیندي
د موسکا د شرنګا شرنګ او د پـــــــــاولیو تږي تږي
 
چې رنګین، رنګین پوړني یې په زلــــفــو د وربل وي
د افق په سره لمن کې د خـــــــــوښـــــــــــــــیو تږي تږي
 
تورتمونو د دې کلي ځای ډیوو تــــــــه وي پرې ایښی
موږ د سولې، روغې، جوړې، نیــــکمرغیو تږي تږي
 
کابل ۹ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۹ اپریل ۲۰۰۷ میلاد
د شاعر نور شعرونه ←