د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

7 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

محترم  حبيب ا ﷲ زړه سواند شينواری د ارواښاد شهيد عمراخان زوي په ١٣٢١ه کال کې د ننګرهار د هسکي مېنې د ولسوالۍ د کذارې  د کلي په يوې مخورې کورنۍ کي زيږېدلي. د شپږم ټولګي پوري زده کړه يې د شپولي په ښوونځي او د دولسم ټولکي پوري زده کړه يې په حربي  ښونځي کې سرته رسولي...
په ١٣٤٣هل کال کې د حربي  پوهنتون نه فارغ شوي دوه ځلي  دلوړو زده کړو  لپاره هندوستان ته استول شوي د ژور نا  لېزم   د ېپلوم يې په چکو  سلواکيا د ( پراګ ) په ښارکي دژورناليزم د نړيوال سازما (      ) جوليس فوجيک له کالج نه لاس ته راوړي . د ١٣٣٩ه ل کال راهيسې لنيي کيسې او شعرونه ليکي د ( ١٢) منشورو او منظومو اثارو ليکوال، شاعر او ژباړونکي دي. اثارويې څو څو واري ادبي جا ئزي اخيستي ځيني اثار يې په بهرنيو هيوادو کي ژباړل شوي. د ١٣٤٣ه ل کال نه تر ١٣٥٥ ه ل کال پوري يې د پکتيا په پوځي ځواکونو کي دنده سرته رسولي د خپلي دندي تر څنګ څوکاله د عبدالحي ګرديزي په ليسه کي د پښتو د ادبياتو استاد و، د ١٣٥٥ ه ل کال نه تر ١٣٧١ ه ل کال د حمل ١٧ نيټي پوري يې داردو د خپرونو په لوي رياست کي بيلي بيلي نشراتي دندي سرته رسولي څه موده په حربې ښونذي کي د پښتو د ادبياتو استاد و. د ١٣٧١ ه ل د حمل په ١٧ نيټه متقاعد شو. داچي د محترم زړه سواند صيب تشريفاتي خبري او ستاېني نه خو ښيږي نو د لنډو کيسو او شعرونو په اړه به يې همدومره ووايم چي لنډي کيسی يې خوږي او د شعرونو انځورونه يې د ټپي او تالا شوي هيواد، جنګ ځپبي اتل ملت څوکلني غمېزي د خالاتو هنداره ده بو له شعرونه يې يو هنري تاريخ دي زياتو هنرمندانو يې شعرونه دموسيقي په څپوکي اورولي لکه څنګه چي دده زړه دميني او عاطفي کور دي خمد غسي يې په شعر کي مينه عاطفه، ملي غرور، صميمت،خوا خوږي، اخساس او پت نغښتي دي. شعريې هنر يت، شعريت، خوند، پند، جر ت او پيغام  لري نو ځکه ژر زړونو ته لار باسي. محترم زړه سواند شينواري په بيوزلو ځورېږي او له ځان پالونکو او غولوونکو نه کرکه کوي دي دخپل وطن او خلکو سره زياته مينه لري د ليکوال شاعر، ژورنالست او استاد په توګه يې اند او هاند دستايني وړ دي. له بده مر غه څوکلني غمېزې دده د زړه نه خوښي او روغتيا دواړه واخستل، هيواد ته د خو ښۍ ، نيکمرغۍ، سوکالۍ، يووالي، سمسورتيا دراتلولاري څاري. لوي او مهربان خداي دي دده زړه ته بيرته خوښي او روغتيا راستانه کړي خپلي  خبري د محترم زړه سواند شينواري صيب پدي بيت پاي ته رسوم.
اييــــــــــــني ته چي نن ګـــــــــــــورم د پرون په څير هيڅ نه يم
اوس مي سترګوته داخپل ځان څه پردي غوندي ښکاريږي
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

سکروټي په جام کي

توره وږمی ده رڼـــــــــا نــــــــــــه راځـــــي شپه ډيره اوږده شوه سبـــــــا نــــه راځي   راغي پسرلی خو پســـــــرلی نـــــــه شو بڼ په ويـــــــر اختــــــه دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

سوالونه

د غوټي ويني پرتي دي پــــــــــــرګـــــــــــــلونـــــــو اوښکي توي کړي پري د پيغلو وربـــــــلــــــونــــو ډيري ميني ارمـــــــــانـــــــــونه خـــــــــــاوري کړي دي بدرنګو او ترخو، تــــــــرخــــوکـــــــــــلونـــــــو زماتڼاکي به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

پاتي شو

مونږه ترينه راغلو وطن پــــــاتـــــي شو وران د ارمانونو چمن پـــــــاتـــــــي شـو غلو له وربلونو ګلان غــــــلا کــــــړلــــه لوټ شولواغزو ته ګلشن پـــــاتـي شو مه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

پردۍ کوڅي

مه وايه ده چي يار جـــــــفا نـــــه لـــري جفا يې ډيره ده وفــــــــا نــــــــــه لــــري ماښام په اوښکـــو شمعي وکړ غسل باور پـــــــه خپـــل ژوند…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

جانان

ځان مي شي هيرخونه هيريږي جـــــــانـــــان په زړه مې ډير ډير راوريږي جــــــــانــــــــــان کله چي زه ترې خولګي وغـــــــــــواړمــــــــه لکه  ماشوم  مروريږي  جــــــــــانــــــــــــــــان يوازي  نه …

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

د ارمانونو هديره

چي په سرو وينو يې ستا لمنه ســـــره شوه زما زړه دارمانونو هـــــــــــديـــــــــــــره شوه له وربل يې د باروتو لوګي جګ شــــــــول په کنډو، کنډو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

ټالونه

د يورپ د ښــــــــکلو پيغلو اميــــــــــــلـــونــــه دي زمونږ د بدخشان ښکــــــــلي لالـــــــــونــه د بل ځاي د جنکيو وربل کـــــــي ګـــــــــــورم د خپل کلي د چمن…

بشپړ شعر ولولئ ←