افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
جانان
ځان مي شي هيرخونه هيريږي جـــــــانـــــان
په زړه مې ډير ډير راوريږي جــــــــانــــــــــان
کله چي زه ترې خولګي وغـــــــــــواړمــــــــه
لکه ماشوم مروريږي جــــــــــانــــــــــــــــان
يوازي نه ځي مــــــازيــــــــګر ګــــــــودرتــه
له پښتني مورنه ډاريږی جـــــــانـــــــــــــان
چي نيمه شپه سپوږمۍته وګـــــــــورمـــــه
راته سپوږمۍکي هم ښکاريـــــــږي جانان
چي يې په ټوکو پـــــــه ګــــــــل و ولـــــمه
ځان سره پټ زړه کې ځوريږي جـــــــــانـان
چا راته مينه له نــــــــظره کــــــــــــړ لــــــه
رانه خپـــــــه پــــــــه څنـګ تيريږي جانان
چي دزړه سواندګل په وربل کې نه ږدي
دابه له چا دومره ويــــريــــږي جـــانــان