د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

سکروټي په جام کي

توره وږمی ده رڼـــــــــا نــــــــــــه راځـــــي

شپه ډيره اوږده شوه سبـــــــا نــــه راځي

 

راغي پسرلی خو پســـــــرلی نـــــــه شو

بڼ په ويـــــــر اختــــــه دی بورا نه راځي

 

ګوره چي وعدي دي درواغجني شـوي

سر وخوري ريباره اشنا نه راځـــــــــــــي

 

هسي له توبو يي توبه له ګاره کــــړمــه

خولي ته مي توبه له ګــــــــــنانــه راځي

 

خاوري د کوڅي يي بــــــادوي پـــــه سر

ټول کلي مجنون شو ليلا نه راځـــــــــي

 

جام کي مي ساقي سکوټي واچـــــــــوه

سوي زړه ته بله دوانـــــــــه راځـــــــــــــي

د شاعر نور شعرونه ←