د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

پردۍ کوڅي

مه وايه ده چي يار جـــــــفا نـــــه لـــري

جفا يې ډيره ده وفــــــــا نــــــــــه لــــري

ماښام په اوښکـــو شمعي وکړ غسل

باور پـــــــه خپـــل ژوند ترسبا نه لري

دا ستا ښايست زمــــــا د ميني زارۍ

دخوب ليده دي ځي بقـــــــا نــــــه لري

پردو کوڅوکې يوپرديس لـــــــيونــي

تيروي شپي غريب اشنا نــــــه لـــــري

په پر هرو دي وکړم څه احـــــساســـــه

چي هم طبيب او هم دوانــــــه لـــــــري

په خړو دښتو کې زمونږ جونــــــګړې

ستاسو بنګلو غوندي رڼــــانــــه لـري

ترينه غمونو او دردونو غـــــلا کـــــړه

د زړه سواند زړه ځکه خندا نه لـــــري

د شاعر نور شعرونه ←