د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

پاتي شو

مونږه ترينه راغلو وطن پــــــاتـــــي شو

وران د ارمانونو چمن پـــــــاتـــــــي شـو

غلو له وربلونو ګلان غــــــلا کــــــړلــــه

لوټ شولواغزو ته ګلشن پـــــاتـي شو

مه يې يادوه هر مازيـــــــــــــګر راتـــــــه

نـــــور دګـــــودرونـــــــو ديدن پاتې شو

ځير شه دخپل بڼ هريو ښايسته ګل تـه

سريې قاتل يووړ بدن پــــــاټــــــې شـــو

خپلو ارته داسې لو ټې لــــــوټــــې کـــړ

کلي ته حېران مو دښمن پــــــاتــــې شو

کله  هــــــــديــــــــروکـــې کفن کشــونــه

جوړ چيرې يو قبر کفن پــــــــاتـــــې شو

نوم مې  دواطن  په شنا ختو ولـــــيکی

بل ځای کې زما که مد فن پـــــاتې شـو

لاړلـــــــه اروايــــــې مسا پـــــــره شــــوه

ځانتـه دزړه سواند غرېب تن پا تی شو

د شاعر نور شعرونه ←