د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

سوالونه

د غوټي ويني پرتي دي پــــــــــــرګـــــــــــــلونـــــــو

اوښکي توي کړي پري د پيغلو وربـــــــلــــــونــــو

ډيري ميني ارمـــــــــانـــــــــونه خـــــــــــاوري کړي

دي بدرنګو او ترخو، تــــــــرخــــوکـــــــــــلونـــــــو

زماتڼاکي به د پښو چا ته ګيــــــــلي کـــــــــــــــړي

ستړي کړي دي اوږدو اوږدومـــــــــزلــــــــونـــــــو

راته ښکاري چي پرديسي شوي کــــــــــوتــــــــري

ماونه ليدلي بيا په ديـــــــــوالــــــــــــــونـــــــــــــــو

رانه غچ يې دي بي ننګو خپـــــــــــلو واخــــــــست

چي غليم به مو ويشته له مــــــــــــور چــــــــلونــــو

د رقيب د کوڅو خاوري دريــــــــــــــغه ويــــــــنــــم

د وطن د ښکلو پيغلو پــــــــــــه شــــــــالــــــــونـــو

زه به لو کړم ته به وږي  ټــــــــــولــــــــــــوي بــــــــيا

جړ وربل به دي راخــــــــــوروي پــــــه خـــــالــــونو

خوار زړه سواند ته يـــې خولګۍ چيري ورنه کړه

خوله يـــــــې ستــــــــړي شوه اشنا ته په سوالونو

د شاعر نور شعرونه ←