د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حبیب الله زړه سواند شعرونه

ټالونه

د يورپ د ښــــــــکلو پيغلو اميــــــــــــلـــونــــه

دي زمونږ د بدخشان ښکــــــــلي لالـــــــــونــه

د بل ځاي د جنکيو وربل کـــــــي ګـــــــــــورم

د خپل کلي د چمن ښايسته ګــــــــــــلونـــــــــه

د غاټولو کډي لاړي بـــــــــل پــــــلو تـــــــري

 هغو دښتو کي چـــــــي کړل مونږ مزلــــــونه

اوس کوڅو کي د بي قدرو پردو ګـــــرځـي

چي وږمو يې ښکــــــلول تــــــــور وربـــلـونه

چينارونه دي خپه ا خــــــــتـــره راشـــــــــــــه

چي بيا ښکلي پکي واچوي ټـــــــالـــــونــه

هغو هم له دي وطن نه هر څه يــــــــــــووړل

چي کول د خيراتو بـــــه يــــــې ســـوالــونه

ماته ښکاري چي غمونو درنه غــــلا کړل

په سپين مخ دي پاتي نه دي شنه خالونه

دبي ننګو بي ننګي دلته زړه ســــــوانده

راوستلي دا ترخه بدرنګ کـــــــلـــونـــه

د شاعر نور شعرونه ←