پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه
24 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
جدایي دآشنایانو هر دم کاندې په ( رحمان ) باندې د تورو ګوزارونه
د یو ځوانیمرګ ( پیغام ) په یاد
د عبدالماک (پیغام)پنځم تلین
یوسف هیوادوست
نن هغه ځوانیمرګ شاعر ، هغه په زړه ارمانجن لیکوال ، هغه هېوادپالونکی ژورنالیست او هغه فرهنګیال یادوو چې د خپل ګران پلرني هېواد په غېږه کې رالوی شو خو د ژوند وروستۍ شېبې یې د خپلې مور له غېږې لیرې ، په یو بهرني هېواد د هالیند په هېواد کې تېرې او همالته یې ساه ورکړه..د پښتو ژبې دغه خوږ ژبی شاعر او هڅاند فرهنګیال د لغمان په ولایت کې وزېږېد او د خپلې مهربانې او علم پروره کورنۍ په غېږ کې رالوی شو .د لغمان شعر پروره سیمې او د کورنۍ د غړو هڅوونو او ستاینو ځوان مالک د شعر او ادب لارې ته ورسیخ کړ .مالک لا ډېر تنکی ځلمی و چې په شعر ویلو یې پیل وکړ.د هغه لومړني شعرونه د کورنۍ او شا او خوا همزولو او د نظر خاوندانو لخوا وستایل شو .ددې ترڅنګ عبدالماک په ښوونځی کې د ښه او غوره استعداد له امله هر کال خپلې کورنۍ ته د ښې او غوره درجې په راوړلو سره نوی او نوي ویاړونه وربښل .مالک پیغام د خپلو لومړنیو او منځنیو زده کړو وروسته کابل ته مخه وکړه ، د خپل ګران هېواد تاریخي پلازمېنې ته ، هلته چې د زده کړو او کار پراخ امکانات موجود و.خو د مالک یوه ویره وه.کابل خو د دریشي کړو ښار دی ، کابل خو د ښایستو او ښاپیریو ښار دی ، کابل خو د زرق او برق ښار دی ، نه چې په دغو ښکلاوو او دغه برق و زرق کې خپله ژبه او خپل دود را نه هیر شي .دا رانه څوک وانخلي ، د کابل ښکلا را نه د پلرني کلي خوندونه وا نخلی ؟ مالک د کابل پر لور له همدغو وسوسو سره روان شو دا ۱۳۵۳ لمریز کال و .په کابل کې دغه خلمی د هېواد له یو شمېر فرهنګی شخصیتونه سره بلدتیا وموندله اوله لږې مودې وروسته د کابل په فرهنګي کړیو کې د یو خوږ ژبې شاعر په توګه مشهور شو . عبدالمالک پیغام خپل لومړنی رسمي ماموریت همدلته په کابل کې راپیل کړ او د شاعرۍ او نورو فرهنګی هڅو ترڅنګ یې دولتي ماموریت په ښه شان ترسره کړ ، خو د هغه په دولت کې کار کول ډېر لنډ و ، هغه په ۱۳۵۳ کال کې دغه ماموریت پیل او په ۱۳۷۳ کې پرېښود او یوازې پخپلو فرهنګي چارو اخته و. عبدالمالک پیغام د یو غوره او خوږ ژبې شاعر په توګه د یو شمېر شعرونه او نظمونه ولیکل چې د همدغو ښو شعرونو له برکته به تل یادیږي .دهغه کلام ډېر موزون ،خوندور ، له مانا او مفهوم نه ډک دی .ترکیب ، استعارې و لیکدود یې د منلووړ او ښکلا یوه ټولګه ده .کله چې په هېواد کې د تنظیمو غوایمه او ناتار به کابل کې پیل شو (۱۹۹۲ ز ) نو پیغام هم لکه د نورو لکونو افغانانو په شان د خپل کور – کهول پرېښودو ته اړ شو .کتابونه او شعرونه یې لوټ شول ،نظمونه یې د اور په لمبو کې خاورې – ایرې شول . او د پسرلیو په ګل څانګو یې د خزان سیلۍ ولګېده خپل بچیان دغه د زړه ټوټې یې په غېږ کې نیولي له وطن نه کډه په سر شو .په لاره کې په بې شمېره غلو او لوټمارانو واوښت .د قاچاقبر په نامه ډېرو داړه مارو ور نه ټول شته لوټ کړل او د چا خبره د پولۍ ټک ته یې کېنوو .تقدیر تر مسکو پورې راووست او هلته یې له خپلو نازنینو بچو سره د هغه چا په ملک واړول چې د ده ترې ښه نه راتلل او هغه یې پر خپل هېواد یرغلګر ګڼل .د مسکو د افغانانو ټولنه یې خپل له لاسه تللی کهول وګڼه او د پردېسو افغانانو د دغې ټولنې په جوړېدو کې یې له نورو افغاني فرهنګیانو سره لاس یو کړل . ورکه ساه یې بېرته په رګونو کې وچلېده او د شعر وچې چینې یې بیا جاري شوې .همدلته په مسکو کې یې د یو شمېر نورو افغاني فرهنګیانو سره د لیمه په نوم یوه ځانګړې فرهنګي مجله تاسیس کړه .د لیمې مجلې له هماغې لومړۍ ګڼې بیا تر هغه وخته چې پیغام په روسیه کې اوسېده ،د مجلې په ټولو چارو کې په فعاله توګه برخه واخیسته .هغه په روسیه کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې په لوړتیا کې له نورو یارانو سره ډېرې هلې – ځلې ترسره کړې ، خو د روسیې بې قانونه او له مهاجرو سره د هغو د چارواکو غیر انساني چلند دې ته اړ کړ چې یو ځل بیا د مهاجرت تکل وکړي او په دې توګه وروسته له ډېرو ستونزمنو او ځورونکو لارو د هالند هېواد ته ورسېد ، هلته یې هم ډېرې فرهنګي هڅې وکړې خو لا د ژوند سمبال یې نه و کړی چې د یوې ترافیکي پېښې له امله وفات شو .اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې
زما پته
جاویل چې زه دګلو ښار کــې اوســــــم له اوره تللې یم ګلــــزار کــــــې اوســــم ملګرو دې پته کـــې نــــه اوســـیــــــږم زه مې دخپل احساس…
بشپړ شعر ولولئ ←یرغل
وخت لکه سکندر ، لکه چنګیز لکه تیمور لکه دنورو یر غلګرو تاراجګرو په شان زما دزړه دکور حرم باندی یرغل کړې دی اوغضبناکو تو…
بشپړ شعر ولولئ ←تیریږي نه هیریږي
اوږدیږي نه لنډیږي دا تـــــر خــــې تــــــرخـــــې شیبې تر خیږي لا تر خیږي دا تــــر خــــې تــــر خــــــې شیبې دکاڼو کرښې جوړې شوې دوخــت دتـــنـــدي…
بشپړ شعر ولولئ ←شلیدلې امیل
ستا امیل دانه دانه شو ، زما هیلې هــم شـوې خاورې زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅـــــه وشـوې بــــدی چـارې چې پریشانه دې…
بشپړ شعر ولولئ ←مها جرې مرغې
جنتي وطن مو وران شو پــکې جــــوړه کــــــربـــــلا ده رانه پاتې شو ترې لاړو اوس مــــو مخه په بل خوا ده وطن وړ دعبادت وه…
بشپړ شعر ولولئ ←غوبل
زموږ دکور کلي با غچه کې څومره ښه ښکلي ګلان وه ، دګلابو دنرګسو درامبیلو چمبیلیو . * * * مایې هروخت ننداره کړه مایې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
بیا چې دی شونډو کې موسکا ویده ویده شوه زما پـــــه زړه کـــــې هیــــــله بــــیـــا ویـــــده شوه حسن پــــرســــت او ګل پـــــرســــت مـــــزاجـــــه بـــــرخــــه دې…
بشپړ شعر ولولئ ←له ختیزه تر لویدیزه
کږ لیچه دژوند لار مې غزیدلې له ختیزه تر لویدیزه له څلویښتو میلو زیاته پلې لاره مې وهلې اندیښنو پیټي مې شاته پښې پلې پزې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
وینم دهرچا درته پــــــــام دی دښــــــکلا مــــــلکې مـــــانـــــه دی هـــــم وړې ارام دی دښــــــکلا ملکې تــــش په کتو دی دخپل ځان کړم اوس به څه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
اشنــــا داسې راتلل دې پــــه راتـــــلو کــــې نه منم وعــــــدې دنن سبا دی پـــــه وعـــــدو کـــې نه منم دژوند حاتمه تاسره نر سـمه حســـــــابــــي کـــــــړم…
بشپړ شعر ولولئ ←وخت قاتل شو
نــــــــــــــــــه یې تیره جزبه شته ، نه یې بوی لري ګلونه هسې وایي پسر لی دی ، خوندور شانته وختونــــــه هلته اوس هم با داري…
بشپړ شعر ولولئ ←دغمونو کور
دزړه کور مې دغمونو میلمــستـــون شـــو هری خوانه چی غم راغی دلته ســـتـون شو زه ئی جـــار شـــمــه لــه دی مــیــلــمه پالنې راته ښکاری…
بشپړ شعر ولولئ ←سوګوار
ای ددی وطــــــــن مــــــرغــــانــــو بـــختورو وخت مو څومره ښه تیریږی پـــــه ســــنـــدرو خو زموږ مرغان زمونږ په شان سوګوار دی تـــبـــــاه کړی دی ټوپــــــکـــو…
بشپړ شعر ولولئ ←شين کلې
دچا به څـه کړم مرمر یــــــن کلـــــــې ماته مې ګران وه خپل خاورین کلې خــــبر شـــوې وسو په ایرو بــدل شو تا خولیدلې وه…
بشپړ شعر ولولئ ←خفه کې
زړه می قلم ته څه ویــــلاې نــــه شی قلم مـې ځکه څه لیکلــــې نــــــه شی په رڼا ورځ یم خــــفــه کې نــــیـــولې وحشت له…
بشپړ شعر ولولئ ←دشاعر زړه
کله ډولی شی اوصــــنم میلمــــه وي کله دخوار کږدی وی غم میلمــه وي زړه دشاعر دپـــښـــــتـــنـو دیــره وی په کی خو ستړی په هردم…
بشپړ شعر ولولئ ←دويم تعبير
چا ویل ډولې راغله ورا راغله چا ویل چی نه توره بلا راغـــله دویم تعبیر اشنا رښتیا وختــه دامو چی کلی ته وبا راغــــلــه…
بشپړ شعر ولولئ ←دويم تعبير
چا ویل ډولې راغله ورا راغله چا ویل چی نه توره بلا راغـــله دویم تعبیر اشنا رښتیا وختــه دامو چی کلی ته وبا راغــــلــه…
بشپړ شعر ولولئ ←