د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

شلیدلې امیل

ستا امیل دانه  دانه شو ، زما هیلې هــم شـوې خاورې

زه هم ژاړم  ته هم ژاړې ، داڅـــــه وشـوې بــــدی چـارې

چې پریشانه دې وربل شو ، دغم اور را با ندې بـل شــو

بد تقدیر راسره مل شو ، درولـــم اوس لارې بــی لارې

زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅـه وشـــوې بـــدی چـــــارې

هیروم دی نه هیریږي ، اشنــا ډیـــر ډیـــــر مـــې یادیږې

لکه شمه ویلی کیـــــږې ، ای زمـــا ښـــکلــــې نـــګارې

زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅــــــه وشـوې بــــدی چـــارې

په هر لور دي تو پانونه ، تــــــا لا شــوي دي ګلـــــونــــه

ځوانیمرګ شول ارمانونه ، بلــبـــلان وهـــــــي کو کارې

زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅه وشـــــوی  بــــدی چــــارې

یم پریشان زړه مې ځوریږي ، خپـــله میــنـه مې یادیږي

چې دیدن مو پکې کیږي ، شولې هغه کوڅې ویجاړې

زه هم ژاړم ته هم ژاړم ، داڅـه وشـــوې بــــــدی چــــارې

۲۹/ ۸ ۱۳۷۲         مسکو  

د شاعر نور شعرونه ←