افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
بیا چې دی شونډو کې موسکا ویده ویده شوه
زما پـــــه زړه کـــــې هیــــــله بــــیـــا ویـــــده شوه
حسن پــــرســــت او ګل پـــــرســــت مـــــزاجـــــه
بـــــرخــــه دې خــــواره شـــــوه ښــکلا ویده شوه
سپوږمۍ قرض دار ونیوه ستــــوري مـــړه شول
تورتم دئ هــــره خــــوا رڼـــــــا ویـــــــــده شــــــوه
ستا په تصویــــــر بـانـــدی مـــې تړمې ا وښکې
که ګل کې پــــــرخـــــه دسبــــــا ویــــــده شــــــوه
څــــــه بــــــې وســـــــي او بــــې کسي شـــــوه ربه
فــــــر یـــــادمـــې نـــــه اوري دنــــیــا ویده شوه
یواځـــــې تـــــا بــــا نـــــدې بـــــه شــل شي که نه
ایمانـــه نـــــوره مـــــې بـــــقـــــا ویــــــده شــــــوه
11/4/1997 مسکو