د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

وخت قاتل شو

نــــــــــــــــــه یې تیره جزبه شته  ، نه یې بوی لري ګلونه

هسې وایي پسر لی دی  ، خوندور شانته وختونــــــه

هلته اوس هم با داري کړي ، دخزان قاصد لا شته دی

 قلنګ اخلي له ګلانو ، او په بڼ کې مو میــــشته دی

دوږمو کاروان یې لوټ کړ چلوي ډیر تنــــد بــــادونه

هسې وایي پـسرلې دی  ، خوندور شانتې وخــتــونه

باغ کې هرڅه تالا شوي ، داڅــه ظلـــم او ســـتــــم دی

هربوراپه وینو سور دی ، هـــر بــلبل اخــتـــه په غم دی

دنـــغمو پر ځای ژړا ده ، واویــــــلا او فــــریــــادونــــه

هسې وایــــي پـــسرلې دی  ، خوندور شانتې وختونه

په هر لور بل دي اورونه، هــرې خواته سرې لمبې دي

دمرغانو ځـــــالې ورانــــې ، ســــوزیدلې آشیانې دی

په دودونــــو کـــــې نه ښکاري ،دبـــوډی دټال رنـګونه

هسې وایي پــــسرلــــې دی  ، خوندور شانتې وختــونه

 دلتـــــه لـــــوبـــــه جـــــاري شــوې ، پــسرلیه تعداکېږي

په هرګل په هر ګلبڼ مې ، پــــه مـــــاکــــیږي په تا کیړي

څوچې داسر کښ طوفان وي ، اودا یاغي  یاغي سرونه

هسې وایي پسرلې دی ، خــــونــــدور شـــا نتې وختونه

د شاعر نور شعرونه ←