د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

غوبل

زموږ دکور کلي با غچه کې

څومره ښه ښکلي ګلان وه ،

دګلابو دنرګسو  درامبیلو چمبیلیو .

*        *         *

مایې هروخت ننداره کړه

مایې خوند اخیست ښکلا نه

دمه ځای دلاره   وو  وه

کلیوالو به همیش دلته میلې کولې

*       *        *

خو افسوس چې یو څو تنه ،

بد مستان هلته پیدا شول

هلته جوړ تیار غوبل شو

پای کوبي  سبزه کوبي کې

ټول ګلان تالا والا شول

چې ما تل ورته کتلې

خومې هیڅ کولاې نه شول

څو مجبور شولم ، هرڅه ته مې شا کړه

غرو رغو ځنې پناه شوم

اوس دلرې ځنې پوښتم

دا غوبل کله ختمیږي

بیا به کله سمسوریږي ؟

زموږ دکور کلي با  غ ګوټې

بیا به کله سمسو ریږي ؟

زموږ دکور کلي باغ ګوټې .

۱  /۹  ۱۳۷۲

د شاعر نور شعرونه ←