د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

مها جرې مرغې

جنتي وطن مو وران شو پــکې جــــوړه کــــــربـــــلا ده

رانه پاتې شو ترې لاړو اوس مــــو مخه په بل خوا ده

وطن وړ دعبادت وه خو ستـــــم ورنــــه جـــــدا کـــــړو

مهاجر او اواره شـــــــو ،زمــــانــــې کــــړې تــعدا ده

له مشرق نـــــه کــــوچیـدلي دمغرب په لور  روان یو

چا ویل که جنت  غواړې دجــــنـــت نـــــوم ارو پـــا ده

مهاجرې مرغې راغلو دصیاد په دام کې ښکیل شو

پنجرو کې اسیران یو وایــــــي داځـــای استونیا ده

دخوښیو بازار سوړ دی خو غمونه پـــــکې ډیر دي

دلته قدر دچا نشته دلته بــــلـــه شــــان دنــــیـــا ده

اور بل شوې پکې سوځو په ګناه خپل نه پو هیږ و

تښتیدلي یو له مرګه ، ربـــــه دا زمــــوږ ســـــزا ده

دپیار نو زندان   ــــ استو نیا

2  /  6   /   1994

د شاعر نور شعرونه ←