د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

غزل

اشنــــا داسې راتلل دې پــــه راتـــــلو کــــې نه منم

وعــــــدې دنن سبا دی پـــــه وعـــــدو کـــې نه منم

دژوند حاتمه تاسره نر سـمه حســـــــابــــي کـــــــړم

بې کیفه سخاوت دې په پـیر زو کــــې نــــه مــــــنم

دوخت مطربه راشه یوه مسته نــــغــــمــــه ســـــرکړه

دویــــــر نــــغـــمه دې نــــوره پــــه نــــغمو کې نه منم

زمــــا دمینې پــــیـــغلې که خاظر مې پام کې ساتي

بـــــې ډولــــــه شـــــان ګلــــــونه دې کمڅو کې نه منم

پښتون یم درنه جارشم چې مې سر چاته ټیټ نه کړې

شــــمــــلې چې لږ کږه شې تا شملو کـــــې نــــه مـنـــم

چې تل اغزې اغزې یې په همدی  زمــــا خـــــوښیږې

احساسه پاریدل دې پــــه نــیـــشو کــــې نــــه مـــنـــم

شیوه دی دمردې ده چــــې لــــه لاســــه یــــې ورنکړې

جنونه چو پــــیـــدل دې زولـــنــــو کـــــې نــــه مـــنــــم

د شاعر نور شعرونه ←