د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ارواښاد ملنک جان شعرونه

37 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک

ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال  د ننګرهار دبهسودو  په چميار كلي كي وزيږيد٠    

پلار يي  ملك عبدالشكور  نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم  پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم  دناوړو   دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠

.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو

په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠

اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠

شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠

بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠

پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠

پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل  راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠

ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه 

چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان  ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠

د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک  لوست لپاره  يو ښونکی و ګوماره او له هغه  څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠

چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده  کاوه٠

له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه  اود  ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت  اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠

افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠

چې  وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او  دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر  ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠

دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي

چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي

ارواښاد ملنک جان شعرونه

غزل

دا خوب وينم که ویښ يم چی مي خوږ اشنا تر څنګ دی دا  اواز دښــــــــا پيرو دې که د یار د پاولو شرنښګ دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ژړوي مــې لــکــه شــمــعــه

ژړوي مې لکه شــــمــعـــه د اشـــنـــا ســـتـــرګــــې خــــمـــارې پـــــه ګــــــرېـــــوان راتــه بــهــېــږي همېــشه د اوښـــکو دارې * * * د خـــوشــرنــګـو پــه ټـــولـــي کـــې خــلــکو!چا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

وژنی مې خپل ورور

وژنــــی مې خبل ورور په کولو دا د چالمسون دي بــــې ګناه مي جوړبه کاله وار په وار شب خون دي                              * * *                             …

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

لوګی شمه له تانه

لـــــوګـــي شـــمـــه لـــه تــانــه پــتــنـــــګ دې یم پتنګ  زمــــا پـــښـتــو نــســتـانه مـــلـــنـــک دې یـــم مــلـنـګ     مـــوږ ســـتـــا ل زیـــږو کـــاڼــــــو نه لالونه به لوګي کړو     …

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ورځ مــــــــــې شــــــــــــوه

ورځ مـــــې شــــــوه پــه انـــتـــظـار شپه به سواد ورځ کــــې هـــــغـــــــه ژړوي مــــــې شـــپه کي دا                                           لـــــږ خـــو وخــــت د کــــــرارۍ زمــا معلوم کړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ملنګ شم

زه چـــــــې راخــــــلـــمه کچکول او ستا ملنګ شم نــــــــوهـــــــغـــــــه ســـــاعـت به تېر تر نام وننګ شم نـــــــام ونـــــنـــــــګ بـــــــه وي هغه ځای رانه پاتې بـــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ما درته پېشکش

ما درته پېشکش په لاس کې زړه نيو لی دی          خير که ياره تا پکې چاکو ټومبلی دی                                                                                 ته دې يې خوشحا له اشناخيردی که…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

د ازادۍ شمال

زمـــــــا زړه د ازادۍ پـــه شـــمــــــال خـــــــوري لــــکه ګـــل چـــي د اوبـــو په سر سمسور وي                                                                  د اســـلام د بــیـــرغ ســـوري لاندي ناست یم لـکـه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

بې غم کله

بــــــې غـــــم کـــله د غـــم جـــن پــه غــم پـــوهــیـــږي غــــمـــجــــن ځـــان لـــــره د ځـــان  پــه غم کـــړېږي دردمندان د ځان په درد کې ویش  او…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

مقام

تاج  د  بخت  مې  رسېدلی  تر  اسمان  دی          چې قایم مي  سر په غيږ د خپل جانان دی                              خدای  ساتلی د اهاړ غرمونه …

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

چې بې ننک اوبې پښتو وي

چې بې ننک  اوبې  پښتو  وي پښتون نه دى چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

غزل

اي عشقه نا مراده تا څه په بلا سر کړ م عالم زيست و روزګار کا زه تل خون د ځيګر خورم چاکسب و کمال…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

اي وطنه ستاپه عشق کي

اي وطنه ستاپه عشق کي زه تيرترخپل ځان يمه ستاچي ترقي غواړې زه هغسې يوځوان يمه ای وطنه ته يې هديره  د مور و پلار…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

مقام

را ته ګوره  مې  نــــــــــــه خـــــــــوب  شته  نه  ارام   رانيو لی يــــــــــــــــــــــمه ستا  د زلــــــــــــفو  دام   نه د  ور ځي  قراری  لرم نه  شپـــــــــــــــه کــــــــې ای…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

مقام

ستا په در  کې ولاړ لکه  فقير        ستا در زلفو په حلقه يمه اسير         ددنيا په سود وزيان  مې پروا نشته         درد و غم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

مقام

بي پتنګه وايه يــــــــــــــاردشمعي څوک دى بي مجبوردخوشــــال څک دبل په توگ دى   دکم اصلونه هرګــــزوفامـــــــــــه غـــــــــــواړه چې قلم وفاکوې اميــــــــــــــــل يې نوک دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

رايادوئ د ميرويس خان وختونه

رايادوئ د ميرويس خان وختونه مه هېردئ د خوشحال خان وختونه زلمو ، تيار شئ چې ناکام نه شو ډېر دي  نژدی  د امتحان  وختونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد ملنک جان شعرونه

څه پېژنم

مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و عار څه پېژنم؟ د هجر په زندان کې زيست روزګار څه پېژنم د ننه په عالم کې له…

بشپړ شعر ولولئ ←