د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد ملنک جان شعرونه

مقام

را ته ګوره  مې  نــــــــــــه خـــــــــوب  شته  نه  ارام 

 رانيو لی يــــــــــــــــــــــمه ستا  د زلــــــــــــفو  دام
 
نه د  ور ځي  قراری  لرم نه  شپـــــــــــــــه کــــــــې
ای د لبره ولې کړې  ته  فـــــــــــــکر خــــــــــــــام
 
زه له  ډيرې  مودې  ستا  په  فکر نــــا ست يم
جدايۍ دې  را ته کړو  عمــــــــــــــــــــر  تمام
 
خال و خط دې مبــــــــــــارک شـــــــه زما دله
پر خـــــــــــــوارانــــــــــــو  باندې  ولره لږ  پام
 
که ملنک دی ملنک جان غريب ملنک دی
جـــــــــدا نــــاست وې تل له کور کلي او قام
د شاعر نور شعرونه ←