د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد ملنک جان شعرونه

چې بې ننک اوبې پښتو وي

چې بې ننک  اوبې  پښتو  وي پښتون نه دى

چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم خوري

چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننګ و نام وي

چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى

پښتون  هر کله طالب دخپل شرف دى

چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى

پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي

چي په دروغ  يې ګفتګو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري د چا منلى

چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى

په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې

چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى

د شاعر نور شعرونه ←