د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد ملنک جان شعرونه

ملنګ شم

زه چـــــــې راخــــــلـــمه کچکول او ستا ملنګ شم

نــــــــوهـــــــغـــــــه ســـــاعـت به تېر تر نام وننګ شم

نـــــــام ونـــــنـــــــګ بـــــــه وي هغه ځای رانه پاتې

بـــــه کوم ځای کې چې زه ستا په تو مت رنګ شم

پــــروا نـــشـــتــــه کـــه دنـــيــــا راپـــورې خــاندي

مــــــا شــــــوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ســـتــــا پــه عشق کې که   ستي شمه په اور کې

فـــــــــخــــر کــــانــــــدم کـــــه زه يـــاد لکه پتنګ شم

مـــــا چــــــې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی

وابــــه نـــــه وړم کــه په وينو کې رنګ رنګ شم

پــــــه شـــــا تــــلـــل د مـــېـــــــړ نــېــيـــو  بدنا مي ده

اوس بـــــه زه ملنګ جان څه رنګه په څنګ شم

د شاعر نور شعرونه ←