افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ژړوي مــې لــکــه شــمــعــه
ژړوي مې لکه شــــمــعـــه د اشـــنـــا ســـتـــرګــــې خــــمـــارې
پـــــه ګــــــرېـــــوان راتــه بــهــېــږي همېــشه د اوښـــکو دارې
* * *
د خـــوشــرنــګـو پــه ټـــولـــي کـــې خــلــکو!چا رانه زړه ویوړ
پـــه قــیـــامــت بـه ځـواب ورکــړئ خـدای نا تر سو دل ازارړ
نــاصــــحـــان مـــا لــره څله د کینې پـــه ســتــرګـــو ګــــوري
چـــې زړه وو ځــې لــه واکــه څــوک بــه څه کړي ؟ انصافدارو
هر سړی پــیــدا خــــپــــل کـــــارتـــه زه خـدمــت لـره د ښکلـو
غم د چا په ځان پیرزو دی، خـو د تقدیر کـړي خــپـلـې چـارې
که څوک حال غواړي په عشق کې، قیاس دې وکړي ملنګ جان ټه
هـــمـېـشــه پــه لار کـې نــاســــــت وي پـــه مثال د څو کیدارو