افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اي وطنه ستاپه عشق کي
اي وطنه ستاپه عشق کي زه تيرترخپل ځان يمه
ستاچي ترقي غواړې زه هغسې يوځوان يمه
ای وطنه ته يې هديره د مور و پلار زمونږ
ته لکه زيارت زه مجاورستادآستان يمه
يوذره دخاورې ستاپه درست جهان به ورنکړم
يوموټی له خاوري ستاپه سرومال قربان يمه
تيربه شم له سرنه لاکن نه ستاديوکړکي نه
ځکه چي دنياکې مشهورشوی په افغان يمه
خيردی که وچ کلک يم دغيرت ټوټه مي پاتي ده
ستادهردښمن په مخ کي تندرداسمان يمه
نشته داسې بخت لکه چي ماملنګ جان خپل وليد
شپي ورځې داستاپه غيږکي پورت خوشال خندان يمه