افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
24 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.
په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.
په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.
په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.
په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.
د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.
ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
سباوون
سباوون لمر چې غېږ كې نړۍ ونيسي سهار شي طلايي فرش پرې د وړانګو راهوار شي نوى يون شي د ګلزار په پګړۍ پورې د…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
كامياب
كامياب خدايه ستا د رحمتونو له ساقي نه شراب غواړو يو آرامه ژوند د سولې د قانون په كتاب غواړو د خلاصون ساحل ته لاره…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
مرور
لدې كلي مرور يم له جونګړو مرور يم د بېلتون د كږو لارو له وګړو مرور يم د وياړونو په ښكلا باندې يې توره بلا…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
د آرمان غونډۍ
ځوښ د مينې مې د زړه د هر يوه رګ په جريان راغى په ټټر چې شرنګېدونكى د پاوليو كاروان راغى سرخي كښيناسته د هيلو…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
زخمي كابل
كه هرڅو ټپي ټپي يې ته زما د باغچې ګل يې ته زما د هيلو ناوې ته مې فخر د وربل يې ستا له لوړې…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ شعرونه
مازديګر
مازديګر طلايي فرش يې خور كړى غوړېدلى لروبر دى له چنار څخه را تاو دى ناست په څنډو د ګودر دى د پامير په غېږ…
بشپړ شعر ولولئ ←