پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مرور
لدې كلي مرور
يم له جونګړو
مرور يم
د بېلتون د
كږو لارو له
وګړو مرور يم
د وياړونو په
ښكلا باندې
يې توره بلا
ګډه
تش په نوم
باندې ژوندي
له داسې مړو
مروريم
مظلومان دي
ترهولي
بدماشۍ د
ښامارانو
له زهري زهري
مارانو او
سخت زړو مرور
يم
د تالان په
مردكو يې
آبادي راته
ويشتلې
زه د چور له
صاحبانو او
له پړو مرور
يم
له تورتمه
پناه غواړم د
رڼا د څرك په
لوري
له درواغو،
چل او فريب
او له ناوړو
مرور يم
دا سپېره
ګلزار به بيا
رنګين خالونه
پر مخ كښيږدي
"احمدي"
نور له
غميزو، له
خپړو مررو يم